د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي سوله باید د جنګ په میدان کې ولټول شي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، طالبانو د افغان حکومت د سولې غږ ته ځواب نه دی ورکړی، نو ځکه دا حکومت په نورو لارو هم غور کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، طالبانو د افغان حکومت د سولې غږ ته ځواب نه دی ورکړی، نو ځکه دا حکومت په نورو لارو هم غور کوي.

ارګ وايي افغانستان دا ګڼي چې سوله باید د جګړې په ډګر کې ولټول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته په مرکه کې وویل، چې طالبانو د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې غږ ته ځواب ورنکړ او د جګړې لاره يې ونیوله.

د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ په زغرده وویل چې طالبان خپل بیګناه خلک وژني او امریکا ورسره خبرې نکوي.

ښاغلي مرتضوي وویل طالبان په کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو په ترسره کولو له "سرې کښې" واوښتل او اوس افغان حکومت د افغانستان د خلکو، دیني عالمانو او سیاسي ډلو په غوښتنه د دغې ډلې پر وړاندې د ټولو امکاناتو چې په لاس کې یې لري کاراخلي.

ښاغلي مرتضوي وویل " اوسمهال زمونږ باور دادی، چې سوله باید د جګړې په ډګر کې ولټوو او هغه ډلې چې خلک وژني څنډې ته کړو".

نوموړی وایی هغوی چې د پردیو په امر په افغانستان کې جنایت ترسره کوي، افغانانو غوښتنه داده چې د هغوی په وړاندې د هرې وسیلې څخه کار واخیستل شي.

د طالبانو غبرګون

طالبانو د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه په یوه اعلامیه کې د جمهور رئیس ټرمپ دریځ د امریکا د جګړه مارۍ د سیاست زیږنده بللی او ویلي دي، چې دغې ډلې سره له خبرو انکار به په افغانستان کې جګړه لا توده کړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې جمهور رئیس ټرمپ په ښکاره ټکو کې د سولې او تفاهم په موضوع د بطلان کرښه تېره کړه.

طالبانو ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به خپلې وسله والې مبارزې " جهاد" ته دوام ورکړي.

او د سه شنبې (جنوري۳۰) جمهور رئیس محمداشرف غني وویل هرڅوک چې د دیندارۍ ادعا کوي د افغان علماؤ سره دی مناظره وکړي چې واقعیت او حقیقت معلوم شي.

ولسمشر غني د کابل په وخت مازیګر مانځه ته د وزیرمحمداکبرخان مینې جامع جومات ته ورغلې و. ښاغلي غني وویل افغانستان د اسلام ټاټوبی دی او هیڅوک دی مونږ ته دین نه رازدکوي. هغه وویل د افغانستان ریښتیني اولادونه د ځمکنۍ بشپړتیا او إسلامي ارزښتونو دفاع کوي او هیڅ څوک نشي کولی دا هیواد وروسته پاتې کړي.

XS
SM
MD
LG