د قزاقستان ولسمشر د خپل هېواد ولسي جرګه ړنګه کړه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تکایوف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تکایوف نن پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه او له وخت څخه مخکې یې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه هېواد ولسي جرګه د تېرکال له مظاهرو او کړکیچ څخه پوره یو کال وروسته لغوه کېږي. د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې مظاهرو قزاقستان ته زیان واړوه او شاوخوا ۲۳۸ کسان په کې ووژل شول.

د جمهوري‌ ریاست مطبوعاتي‌ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د دولت مشر په یو فرمان سره د قزاقستان د پارلمان مجلس [ولسي جرګه] ړنګ کړ.»

اعلامیه وايي چې ولسمشر د مارچ ۱۹مه د پارلماني‌ انتخاباتو لپاره نوې نېټه ټاکلې ده او همدغه راز یې د خپل هېواد پراخې محلي مقننه قوې هم لغوه کړې دي.

دا اقدامات په ۲۰۲۲ کې د قزاقستان د اساسي قانون د تعدیلاتو په اساس کېږي. درې لسیزې وروسته د قزاقستان مخکني ولسمشر نورسلطان نظربایوف په ۲۰۱۹ کې استعفا وکړه.

ولسمشر تکایوف خپل ولس ته په پيغام کې ویلي‌ دي چې «هیله لري له وخت څخه مخکې انتخابات» د طبیعي زېرمو څخه دغه مالامال هېواد ته «د نو سازۍ انګیزه» ورکړي.

تکایوف د نومبر په میاشت کې بیا ولسمشر وټاکل شو او د ټولو اچول شویو رایو ۸۰ سلنه یې وړې وه، منتقدینو انتقاد کاوه چې هغه په انتخاباتو کې قوي سیالان نلرل. نوموړي په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي وو چې «نوی قزاقستان» به جوړوي.

نوموړي همدغه راز ژمنه کړې وه چې د «قدرت ټول اساسات» به اصلاح کوي، خو اقتصادي‌ ستونزې او استبدادي تمایلات د هغه د مشرتابه لپاره پاتې شوي.