د لاس رسي وړ اتصالات

په قزاقستان کې له یو کړکېچن کال وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي


په قزاقستان کې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) د جمهوري ریاست انتخاباتو کې رایه اچونه پیل شوې چې تمه ده اوسنی ولسمشر قاسم جومارت توکایف نور هم خپل واک ټینګ کړي.

دا ټاکنې څو میاشتې وروسته له هغې کیږي چې د منځنۍ آسیا په دغه لوی هیواد کې مرګونې ناکرارۍ د واک تاریخي بدلون ته وده ورکړه.

د رای ورکولو مرکزونه په ځايي وخت سهار وختي پرانستل شوي او د ماښام په اتو بجو به وتړل شي.

د رویترز اژانس د راپور له مخې تمه ده چې د رایو لومړنۍ پایلې به د دوشنبې په ورځ معلومې شي او د رایو ورکولو معلومات به د رایې ورکولو له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته خپاره شي.

د ولسمشر توکایف بریا، چې نن د یکشنبې په ورځ یې په پلازمینه استانه کې رایه ورکړه، د ټاکنو یوازنۍ ممکنه پایله ده، ځکه چې دغه ۶۹ کلن ولسمشر له هیڅ ډول واقعي مخالفت سره مخامخ نه دی.

په تیره جنورۍ میاشت کې، د پخواني شوروي اتحاد دغه لوی جمهوریت د اقتصادي کړکیچ له کبله د خپلو خلکو له پراخو لاریونونو سره مخامخ شو چې په ترڅ کې یې ۲۳۸ کسان ووژل شول.

پخوانی دیپلومات، توکایف په ۲۰۱۹ کال کې هغه وخت واک ته ورسید چې د پخواني شوروي اتحاد له وخت راهیسې په واک کې پاتې ولسمشر نظربایف استعفی ورکړه. توکایف د جنورۍ له پاڅون وروسته له خپل پخواني ملاتړي سره اړیکې پرې کړې او د جنورۍ میاشتې پاڅون یې د خپل واک پر وړاندې د کودتا هڅه وبلله.

په ټاکنو کې نوې بریا - د پنځو لږو پیژندل شویو نوماندانو په وړاندې یوه مخکې له مخکې پایله - به ښاغلي توکایف ته داسې شخصي واک ورکړي لکه نظربایف چې د جمهوري ریاست د پنځو پرلپسې دورو په ترڅ کې ترلاسه کړی و.

توکایف د تیرې جنورۍ میاشتې ناکراریو د مخنیوي لپاره له روسیې څخه مرسته وغوښته، خو بیا یې هم له مسکو څخه خپله فاصله ساتلې او په اوکراین کې یې د روسیې جګړې ته د خپلو خلکو له ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

روسیه د قزاقستان ترټولو لوی سوداګریز شریک هیواد دی او په کړکیچ کې د روسیې ډوبیدو د قزاقستان اقتصادي وده هم زیانمنه کړې. پداسې حال کې چې د پانګې د کنترول په نتیجه کې د روسیې روبل پیاوړی شوی دې کار په قزاقستان کې انفلاسیون په تیرو ۱۴ کلونو کې لوړ حالت ته رسولی دی.

XS
SM
MD
LG