طالبانو د زده کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخنیوی وکړ

د کابل هوایي ډګر

د الحبتور ګروپ مشر وايي، طالبانو د یو شمېر افغان نجونو مخه نیولې چې د زده کړو لپاره متحده عربي اماراتو ته روانې وې.

د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) وویل: "نشم کولای هغه ناهیلي چې زه یې اوس احساسوم، بیان کړم. ځکه هغه افغان نجونې محصلینې چې ما ورته سکالرشیپونه برابر کړي وو...له بده مرغه د طالبانو د مداخلې له امله نن سهار د دوبۍ هوايي ډګر ته راونه رسیدلې."

الحبطور ګروپ په متحده عربي اماراتو کې یو له معتبرو او بریالیو سوداګریزو شرکتونو څخه دی او شاوخوا ۱۰۰ افغان ښځینه محصلینو ته یې سکالرشیپونه برابر کړي دي. د الحبتور ګروپ د موټرو، املاکو، ښوونې او روزنې او خپرونو په برخو کې فعالیت کوي او په ملي او نړیواله کچه یې ښه شهرت ترلاسه کړی دی.

احمد الحبتور په ایکس شبکې کې لیکلي دي: "له څه مودې راهیسې دې ورځې ته په بې صبرۍ سره په انتظار وو. د الحبتور ګروپ د غړو او زما له میاشتو میاشتو پرله پسې هڅو وروسته په پوهنتون کې د شمولیت، د استوګنځای د ځای، روغتیایي بیمې، ترانسپورت او نورو امکاناتو ټولګه ترلاسه کړه، زمونږ هیلې اوبو یوړې."

هغه وویل چې په افغانستان کې مقاماتو پرته له کومې توجیه ددغو افغان نجونو محصلینو د وتلو مخنیوی کړی او په ناحقه یې د هغوی ازادي محدوده کړې ده.

تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک د تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د دغه هېواد پر ښځو او نجونو زیات محدودیتونه ولګول.

په دغه هېواد کې په منځنیو او لیسو ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو نږدې دوه کاله تېر شوي او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر وروسته په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګول شوی دی.

طالبانو په وار وار ادعا کړې چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقوق ورکړي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعان په دې نظر دي چې د طالبانو مشر به هېڅکله د نجونو لپاره د منځنیو او لېسو ښوونځیو د پرانستلو امر ونه کړي، ځکه دا د طالبانو لپاره د حیثیت خبره ده.

د الحبتور ګروپ مشر د طالبانو دا عمل "یوه ژوره تراژیدي" وبلله او "د انسانیت، تعلیم، مساوات او عدالت پر اصولو یې یو ګوزار" وباله.

احمد الحبتور زیاته کړې ده: "زه په ټولو ښکیلو خواوو غږ کوم چې سمدستي عمل وکړي او د دې مبارزو زده کونکو په ژغورلو کې مرسته وکړي."

د دغو محصلینو له ډلې څخه یو شمېر یې په X چینل کې د احمد الحبتور له خوا په خپاره شوي غږیز ټیپ کې ویلي چې د تحصیلي ویزو او محرم له لرلو سره سره دوی له وتلو منع شوي دي.