خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

یوناما یادې خبرې په افغانستان کې دجګړې دپای ته رسېدو برخه کې مهمې بللې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی دی چې له افغان چارواکو سره وویني.

ښاغلي خلیلزاد وار د مخه د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو په اساس زلمي خلیلزاد نن سه شنبه جنورۍ ۵ (مرغومې ۱۶) کابل ته د سفر پرمهال په سپېدار ماڼۍ کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کړی.

په اعلامیه کې د خلیلزاد له قوله راغلي: "اړوند لوري باید له رامنځته شوي فرصت څخه د تلپاتې سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو لپاره لویه استفاده وکړي."

نوموړي په بریالیتوب سره د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو پر پر پای ته رسېدو او دوهم پړاو پیلېدو باندې خوښي ښودلې ده.

هغه همدارنګه د افغان سولې بهیر څخه د امریکا متحده ایالاتو پر ملاتړ هم ټينګار کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی نن د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره دوحې ته ولاړ.

د بیان له مخې د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان جمهوري ریاست سولې ته ژمن دی.

د اعلایمې له مخې عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي زیاتوالی او په دې وروستیو کې هدفي بریدونه دنه منلو بللي او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره يې پر دایمي اوربند ټینګېدو ټينګار کړی دی.

د یوناما هرکلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم قطر ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذکراتي پلاوي د ستنېدو هر کلی کړی او د یادو مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

یوناما یادې خبرې په افغانستان کې دجګړې دپای ته رسېدو برخه کې مهمې بللې دي.

په اعلامیه کې د اغلې لاینز له قوله راغلي: "زه له دواړو غاړو غواړم چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي چې د لا زیاتو افغانانو وژل کیدل پای ته ورسیږي او یو داسې سیاسي ثبات رامنځ ته شي چې د افغان ټولنې د ټولو برخو لپاره د منلو وړ وي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي قطر ته تر روانېدو مخکې تمه وښوده چې مذاکره کوونکي ټېمونه یوې پایلې ته ورسیږي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم ویلي چې قطر ته افغانستان د جمهوري ریاست مذاکراتي پلاوي رسيد سره به ژر تر ژره دوهم پړاو مذاکرات پيل شي.