خلیلزاد: د "بندیانو د سمدستي خوشې کیدو" وخت رارسیدلی دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي د بندیانو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې پر اساس د بندیانو پر سمدستي خوشې کیدو ټینګار کړی دی.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ (کب ۹) په قطر کمې د سوالې موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې باید د موافقې د لاس لیک نه وروسته د لسو ورځو په ترڅ کې د افغانستان د زندانونو نه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شوی وای او په لسمه ورځ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین حکومت مذاکرات پیل شوی وای.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست له لوړې وروسته یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ۱۵۰۰ طالب بندیان باید د کب د میاشتې له ۲۴ څخه هره ورځ ۱۰۰ تنه خوشې شوی وای او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ په صورت کې ۳۵۰۰ طالب بندیان هم په تدریج خوشې کیدل.

خو طالبانو د ښاغلي غني د طرحې په ردولو سره خبرداری ورکړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان یو ځلي نه وي خوشې شوي ددې ډلې او حکومت ترمنځ مذاکرات نشي پیل کیدای. ددې طرحې سره د طالبانو مخالفت ددې سبب شو چې د افغانستان حکومت د طالب بندیانو خوشې کیدل وځنډوي.

د طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه د جمهوري ریاست فرمان همداشان ټینګار کوي ټول هغه بندیان چې خوشې کیږي لیکلی تعهد باید ورکړي چې بیرته د جګړې لیکو ته نه ځي.

ښاغلي خلیلزاد همداشان په بل ټویټري پیغام کې لیکلي: "طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان د سولې موافقې ژمنو ته وفادار پاته کیږي او د جګړې میدان ته به نه ځي. ددې کار نه سرغړونه به د سولې پروسه کمزورې کړي".

د افغانستان حکومت ویلي چې د طالب بنطدیانو خوشې کول د افغانستان د حکومت صلاحیت دی.