د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ


د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د سې‌شنبې په ورځ د مارچ په لسمه (کب ۲۰) د یو شمېر طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د امریکا او طالبانو د تړون چې لس ورځې مخکې په قطر کې لاسلیک شو یوه مهمه برخه ده.

د افغانستان د جمهور رئیس په فرمان کې راغلي هغه بندیان چې خوشې کېږي باید په لیکلې بڼه ژمنه وکړي چې بیا به د جګړې لیکې ته نه ځي. همداشان دغه بندیان له خوشې کېدو مخکې باید بایومتریک هم شي.

د طالب بندیانو د بخښلو او خوشې کولو په دې فرمان کې ویل شوي چې په لومړي پړاو کې به د کب په ۲۴مه د ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو لړۍ پیل شي او هره ورځ به ۱۰۰ بندیان د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت او د حبس مودې ته په کتو خوشې شي.

د جمهور رئیس غني د فرمان پر اساس په دویم پړاو کې به ۳۵۰۰ نور طالب بندیان د افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په جریان کې په هرو دوو اونیو کې ۵۰۰ طالب بندیان خوشې شي.

جمهوري ریاست د طالب بندیانو خوشې کول د افغان حکومت د ښه نیت نښه بللې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت دا اقدام د سولې لپاره یو مهم ګام بللی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې امریکا ته د پنځه زره طالب بندیانو لیست سپارل شوی او هغه کسان چې خوشې کېږي باید په لیست کې شامل وي.

دغه دفتر ټینګار کړی چې د زندانیانو د خوشې کولو په پروسه کې څوک جعلکاري نه شي کولی.

افغان حکومت په داسې حال کې د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی چې یو شمیر امریکايي چارواکو له متحده ایالاتو سره د طالبانو د ژمنو پر عملي کېدو شک ښودلی دی.

خو د امریکا حکومتي مقاماتو ویلي چې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې تړون پر شرایطو ولاړ دی او که چېرې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونکړي امریکا به دا تړون لغوه کړي.

XS
SM
MD
LG