ارګ وايي د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ته له طالبانو سره د سولې د موافقې متن ښودلی دی.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ د سپتمبر دوهمه (وږي ١١) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت به د دغه سند ټول جزییات ګوري او ارزوي.
ښاغلي صدیقي وویل "افغان حکومت به په پوره دقت او د هېواد د ملي ګټو په چارچوب کې د دغه سند جزیات وارزوي." ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې حکومت به د سند له ارزولو وروسته له ښاغلي خلیلزاد او د هغه له ټیم سره خپل نظریات شریک کړي.
هغه وویل چې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې اړوند مسایل دې له افغان سیاستوالو سره هم شریک کړي.
سند وسپارل شو که وښودل؟
پر همدې مهال په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکلار وحید عمر پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې خلیلزاد ولسمشر غني او عبدالله ته د سولې د موافقتنامې د مسودې یوه کاپي وښودله.
وحید عمر ویلي:"ولسمشر غني او عبدالله نن له خليلزاد سره وکتل، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د مسودې یوه کاپي وښودله. موږ به سند ته کتنه وکړو او د خلیلزاد او ټیم سره به خبرې اترې دوام ومومي."
President Ghani and CE Abdullah met with Amb Khalilzad today. He handed a copy of the draft framework agreement between US and Taliban. We will look into the document and discussions with Amb Khalilzad and team will continue. Sediq Sediqi will provide more details to media soon.
— Waheed Omer (@Waheed_Omer) September 2, 2019
ښاغلي عمر په خپل لومړي ټویټ کې لیکلي وو چې دا سند د حکومت مشرانو ته وسپارل شو، خو وروسته یې ولیکل چې (وښودل شو).
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه بشپړه جزئیات به نن څلور بجې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریک شي.
پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم ویلي، چې زلمي خلیلزاد نن دوشنبه په سپېدار ماڼۍ کې له عبدالله عبدالله سره د سولې خبرو وروستي جزئیات شریک کړل او د تلپاتې سولې د ټینګښت په اړه یې معلومات ورکړل.
په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه د «اګست پر ۳۱مه» نېټه پای ته ورسېدل.
زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.