د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه نهم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل، خلیلزاد کابل ته ځي


نهم دور مذاکرات د اګست میاشتې پر ۲۲مه نېټه پيل شوي وه
نهم دور مذاکرات د اګست میاشتې پر ۲۲مه نېټه پيل شوي وه

په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو مذاکرات تېره شپه د «اګست پر۳۱مه» پای ته ورسېدل.

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دواړه لورې د داسې یو هوکړې په درشل کې دي چې تاوتریخوالی به ورسره لږ راکم شي.

ښاغلي خلیلزاد نن یکشنبه د «سپټمبر پر لومړۍ نېټه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې له افغان حکومت سره د سلا مشورو لپاره نن کابل ته ځي.

هغه ویلي:"موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې."

د افغان سولې په اړه د امریکایي او طالب استازو نهم پړاو مذاکرات د تېرې «اګست میاشتې پر۲۲مه نېټه» پيل شول.

دواړو لورو تر دې مخکې په یادو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی او خوشبیني یې ښودلې وه چې د نهم پړاو مذاکراتو په جریان کې یوې موافقې ته ورسېږي.

پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټوېټر لیکلي دواړو لورو نهم پړاو مذاکرات په کامیابۍ سره پای ته رسولي چې ټاکل شوې نن دواړه لوري ځیني تخنیکي خبرې هم پوره کړي.

هغه ویلي:"د مذاکراتو اوسنۍ دور مو د شپې ناوخته په کامیابي سره پای ته ورساو، البته پدې توافق وشو چې نن دورځې دوه بجې د امریکایي ټيم سره ځینې تخنیکي خبرې هم مکمل کړو.خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم چې داشغال دخاتمې او د افغانستان د مسئلې دسوله ایز حل په درشل کې یو."

د افغان سولې په اړه د دواړو لورو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پر داسې مهال پیلېږي، چې طالبانو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.تېره ورځ دغه ډلې پر کندز ښار پراخ بریدونه وکړل، چې تر څو ساعته جګړې وروسته د افغان ځواکونو لخوا پر شاوتمبول شول.

نن یکشنبه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تائید کړه، چې طالبانو د بغلان مرکز پلخمري ته نژدې پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ وویل، چې پر کندز د طالبانو بریدونه په دوحه کې د سولې په اړه له روانو مذاکراتو سره په ټکر کي دي.

هغه وویل، د طالبانو بریدونه دا ښيي چې هغوی د سولې نیت نه لري، بلکې پر جګړې ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG