خلیلزاد ملا برادر سره لیدنه کې شپږو موضوعاتو کې پرمختګ غوښتی

ټاکل شوې زلمی خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې هند او پاکستان ته هم ولاړ شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کېدو په هدف د خپلو سفرونو په دوام، دوې ورځې مخکې بیا سیمې ته سفر وکړ او لومړی یې په قطر کې له ملا برادر سره وکتله.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه ناوخته مې ۸(غويي۱۸) کې پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند، د کرونا ویروس په وړاندې د ښه مبارزې لپاره د زمینې برابرولو، د بندیانو ازادولو، د سولې د بهیر لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ او د بین الافغاني مذاکراتو ژر تر ژره پیلېدو په اړه یې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو څخه یې په یادو موضوعاتو کې د پرمختګ غوښتنه کړې ده.

د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون چې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو یوه مهمه برخه ده.

خو افغان چارواکي وايي چې د یاد هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د طالبانو تاوتریخوالی برعکس زیات شوی او د افغانستان خلک یې د سولې پر بهیر بې باوره کړي دي.

د سولې خبرو کې د پرمختګ او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف افغان حکومت د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا ۹۳۳ طالب بندیان ازاد کړي او طالبانو هم تر دا مهاله له خپل لوري د ۱۳۲ بندي افغان سرتیرو ازادېدو خبر ورکړی دی، خو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو لخوا تر دا مهاله دوی ته یوازې ۱۰۷ بندیان سپارل شوي چې ۵۸ یې امنیتي سرتیري او پاتې یې ملکي وګړي دي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې چې له ملابرادر سره یې « د متحده ایالتونو د وګړي مارک فریریچس د خلاصون لپاره د لازمو اقداماتو» په اړه هم خبرې کړي دي.

پخوانی امریکايي کمانډو فریریچس چې دا مهال یې په افغانستان کې د قراردادي په توګه کار کاوه د جنورۍ میاشتې په وروستۍ کې ورک شو.

اسوشیټیډ پرس اژانس د امریکايي چارواکو له قوله راپور وکری و چې ښاغلی فریریچش د طالبانو اړوند حقاني شبکې لخوا تښتول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.