خلیلزاد: طالبان په واک کې ستره ونډه غواړي

د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي چې طالبان د سولې له مذاکراتو او له هغه څخه د هر ډول ترلاسه شوي سیاسي تفاهم څخه په واک کې ستره ونډه غواړي.

ښاغلي خلیلزاد د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) د اسپن امنیتي بنسټ په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې جګړه نور مشروعیت نلري او د هغه په وینا دغه جګړه د ښکیلو تړخونو ترمنځ د انډول او د واک د ټینګولو په خاطر ده.

افغان مقاماتو هم دمخه په وار وار ویلي وو چې طالبان د واک د ترلاسه کولو لپاره جنګیږي.

د مصر جامعۀ الازهر، د کعبې امام او د سعودي عربستان او اندونیزیا په شمول د یو شمیر مسلمانو هیوادونو دیني عالمانو هم ویلي چې د افغانستان د حکومت په ضد د طالبانو جګړه دیني مشروعیت نلري.

ښاغلي خلیلزاد د اسپن په امنیتي غونډه کې وویل: "پوځي وضعیت ته په پاملرنې هغوی [طالبان] اوسمهال د [افغانستان] په راتلونکي جکومت کې ستره ونډه غواړي."

ددغې غونډې څخه یوه ورځ مخکې ښاغلي خلیلزاد د امریکاغږ سره په مرکه کې په افغانستان کې په ټول شموله سیاسي تفاهم باندې په ټینګار سره وویل چې نه طالبان په زور واک ته رسیدلی شي او نه هم د افغانستان حکومت په زور طالبان محو کولای شي.

د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو په وتلو سره طالبانو په څو تیرو اونیو کې په ټول افغانستان کې جګړو ته زور ورکړی او د امریکا د پوځي مقاماتو په وینا دې ډلې د افغانستان د نیمایي ولسوالیو کنترول ترلاسه کړی او لږ تر لږه په دریو ولایتونو –کندهار، هرات او هلمند- کې هڅه کوي چې مرکزونه ونیسي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې وویل: "وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی. طالبانو په څو تیرو اونیو کې یو لړ پرمختګونه درلودلي زړور شوي او د ذهني پلوه ځانونه هدف ته رسیدلو نژدې ویني."

زلمي خلیلزاد د امریکا-طالبانو موافقې ته په اشارې چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وویل د طالبانو سره دغه توافق بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانستله، خو د هغه په وینا دواړو خواو له دغه فرصت نه په هغه چټکتیا چې امریکا او د افغانستان خلکو تمه درلودله ګټه وانخیستله.