خلیلزاد د افغانستان په اړه د عمران خان وروستۍ څرګندونې ستایلې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوریخوالي کمېدو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تېرې ورځې څرګندونې ستایلې دي.

خلیلزاد د جمعې په ورځ «غوايي میاشتې پر۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې "د افغانستان په اړه د عمران خان د تېرې ورځې بیانیه چې د زورزیاتي د کمېدو لپاره، د هغه غوښتنه او د نورو هېوادونو په دننه کې د جګړې د هڅونې په اړه د هغه پالیسي وینا به په سیمه باندې مثبتې اعېزې وکړي او پاکستان به په دې برخه کې مخکښ رول ولري."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د صدر اعظم عمران خان دفتر تېره ورځ په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د بېلا بېلو افغان ډلو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي همدارنګه ویلي و چې د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته کړې وه چې د افغانستان په داخلې چارو کې به د یوې ډلې پلوي هم و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن جمعه د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې د طالبانو د «الفتح» عملیاتو لومړی موج یې له ناکامۍ سره مخ کړی دی.

ښاغلي غني همدارنګه وویل، چې سوله د افغانانو له لومړیتوبونو څخه ده او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې منظمې طرحې وړاندې کړي دي.

خو زیاته یې کړه، چې د افغانستان د وروستیو ناخوالو مسؤلیت د طالبانو او نورو بهرنیو تروریستي ډلو په غاړه دی.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو د عمران خان له وروستیو څرګندونو هرکلی کوي چې نوموړي د افغان سولې په تړاو افغانستان، سیمې او اروپا ته اوم سفر پیل کړی دی.

نوموړي تېره اونۍ ویلي و چې د افغان سولې په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو زیاته کړې وه چې د بین الافغاني خبرو لپاره لاهم لازم ګامونه دي اخیستل شوي.

په داسې حال کې چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره پخپلو خبرو کې د یو سرتاسري اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، خو نوموړي تېره ورځ وویل، چې طالبان وايي، د اوربند مسله د سولې خبرو په اجنډا کې نه ده شامله شوې.