بین الافغاني مذاکرات نژدې شوي، د تخریبونکو مخه باید ونیول شي ـ خلیلزاد

زلمي خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د ۳۰۰۰ طالب بندیانو او طالبانو لخوا د افغان حکومت د ۵۰۰ بندیانو د ازادولو هر کلی کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانان تر بر هر وخت د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته نژدې شوي او له ټولو ښکېلو اړخونو څخه یې غوښتي چې د دغه بهیر د کمزوري کولو په اړه د تخریبونکو عناصرو مخه ونیسي.

ښاغلي خلیلزاد نن جمعه جون۱۲(غبرګولې۲۳) بین الافغاني مذاکراتو ته د دواړو لورو «افغان حکومت او طالبانو» د چمتووالی هر کلی کړی او په دغه بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه یې مثبت بللي دي.

هغه پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:"مو تر بل هر وخت، بین الافغاني مذاکراتو ته نژدې شوي یو، ټول اړخونه باید هر څومره ژر د خبرو مېز ته د تلو په اړه کار وکړي، او د هغو ورانکارو عناصرو چې غواړي دغه بهیر خراب او کمزوری کړي مخه ونیسي."

زلمي خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د ۳۰۰۰ طالب بندیانو او طالبانو لخوا د افغان حکومت د ۵۰۰ بندیانو د ازادولو هر کلی کړی او زیاتوي چې د بندیانو ازادولو بهیر مهم پړاو ته رسېدلی دی.

د نوموړي په خبره د بندیانو ازادولو بهیر باید دوام ولري او وايي، پدې برخه کې ټول خنډونه باید لیري شي. هغه ویلي چې له پیل څخه بیا تر دا مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدل د امریکا متحده ایالاتو له کلیدي ډیپلوماټیکو اهدافو څخه و.

زلمی خلیلزاد چې روانه اونۍ یې د افغان سولې په اړه سیمې او افغانستان ته سفر پيل کړو، په قطر کې له طالب استازو او تر هغه وروسته اسلام اباد ته سفر کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د تیرې چهارنشبې په ورځ په کابل کې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو چارواکو ته د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي خلیلزاد د سفر د پيل پرمهال ویلي و چې د نوموړي د دې سفر تمرکز به د بین الافغاني خبرو پیلېدو د عملي اقداماتو په اړه توافق تر لاسه کول وي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم له ښاغلي غني سره د خلیلزاد د لیدنې په اړه ویلي و چې دواړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو د نېټې او د تر سره کېدو د ځای په اړه خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي امنیت شورا روانه اونۍ وویل چې افغان حکومت تر دامهاله ۳۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو د افغان حکومت۲۷۷ بندیان ازاد کړي دي.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون پنجشنبه به اتلانتیک شورا سره د ویډيويي کنفرانس له لارې ویلي چې پاتې ۲۰۰۰ طالب بندیان به هم ډېر ژر ازاد شي.

ښاغلي غني یاد کنفرانس ته د خبرو پرمهال د بین الافغاني خبرو پلېدو په اړه خوښي څرګنده کړې وه او زیاته کړې وه چې راتلونکې اونۍ به په دې اړه مهم پرمختګ رامنځته شي.

پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پرون پنجشنبه ناوخته وویل، که د افغان حکومت لخوا د دوی ټول ۵۰۰۰ زره بندیان ازاد شي طالبان په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرو ته حاضر دي.

د افغان دولت سره قید ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د افغان دولت ۱۰۰۰ تنو بندیانو خوشې کیدل د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې د سولې توافقنامې له عمده شرایطو څخه دي چې د امریکایي مقاماتو په وینا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواروي.