خلیلزاد: روژه طالبانو ته یو فرصت دی باید اوربند ومني

ناټو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان هم افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده

د افغان سولې لپاه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په روژې میاشت کې له طالبانو د اوربند ټينګېدو غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ اپرېل۲۶(غويي۷) د روژې په مناسبت پیغام کې ویلي چې طالبان باید په دغه میاشت کې د روان روغتیايي کړکېچ «کووید ـ۱۹» تر پای ته رسېدو خپل تهاجمي عملیات بند کړي.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"روژه دغه راز طالبانو ته یو فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند ومني چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودروي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو ځل بیا پر افغان حکومت او طالبانو غږ چې د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي چې په وینا یې یاد کار د «کووید ـ۱۹ » په وړاندې د مبارزې او د بین الافغاني مذاکراتو په ګډون د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، روژه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله لپاره هم یو فرصت دی چې د افغانستان ګټو ته تر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.

د روژې له پيل سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هیوادونو همکارۍ سازمان هم د روژې په میاشت کې له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان څخه هم مننه کړې چې په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو او د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو طالبانو د نړیوالو بنسټونو او زلمي خلیلزاد تر غوښتنې وروسته نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د اوربند ټینګېدو څخه په انکار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.

د دغه ډلې په اعلامیه کې راغلي:"په داسې حالت کې چې مقابل جهت خپل مسئولیت نه ادا کوی، په بیا بیا له اسلامي امارت څخه د اوربند او اورکم غوښتنې کول، غیر منطقي او فرصت طلبۍ ده."