ارګ:خلیلزاد اشرف غني ته د سولې ټینګښت لپاره د امریکا د اغېزناک رول ډاډ ورکړ

عکس: ارشیف

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

اعلاميه وايي، دواړو لوریو په یاده کتنه کې د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې کړي او یاد بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

په بیان کې راغلي: "ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کابل ته د افغان سولې اړوند سفر په ترڅ کې لومړی نن دوشنبه مارچ لومړۍ ( کب ۱۱) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وکتل.

ښاغلي عبدالله تر کتنې وروسته پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د سولې بهیر اړوند مسائلو په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړې ده: "دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله کړل."

په دغه کتنه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې زلمی خلیلزاد او ورسره پلاوی به د کابل ترڅنګ ټاکل شوې له قطر او یو شمېر نورو هیوادونو څخه هم لیدنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: "هغه (خلیلزاد) به له افغان مشرانو، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو له پلاوو او سیمې هیوادونو سره چې د سولې په یو عادلانه، تلپاتي، سیاسي توافق او یو هر اړخیزه اوربند ټینګېدو کې ګټې نغښتي دي په اړه له سره بحثونه وکړي."

وروسته تر هغه چې د امریکا د نوي حکومت لخوا د زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید شو، دا کابل ته د افغان سولې په اړه د نوموړي لومړنی سفر دی.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو تر اوږده ځنډ وروسته تیره اونۍ یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځي ناستو د پییلېدو خبر ورکړ.