د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد «بین الافغاني» مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په هدف نوی سفر پیل کړی دی.
دا د افغان جګړې د پای ته رسولو د هڅو په دوام افغانستان او سیمې ته د زلمي خلیلزاد اتم سفر دی.
ښاغلي خلیلزاد د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان پرونیو څرگندونو ته په اشارې په یو پښتو ټیوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان کشالې ته پوځي حل لاره نشته:
پرون د عمران خان سره خبرو کې، د متحده ایالاتو ولسمشر نړۍ ته بیا ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې لپاره معقوله پوځي حل لاره شتون نه لري او سوله باید د یوه سیاسي جوړ جاړي له لارې ترلاسه شي. پاکستان ژمن دی چې سولې ته د رسېدو لپاره هر څه چې دې ده په توان کي دي ترسره کړي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 23, 2019
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ښاغلي خلیلزاد سفر پرون دوشنبه د جولای پر ۲۲مه پيل شوی چې د اګست تر لومړۍ نېټې به دوام ولري.
بیان وايي، چې نوموړی به په کابل کې د افغان چارواکو ترڅنګ د مدني ټولنو او ښځو له استازو او په قطر کې له طالبانو سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد هم نن سې شنبه پر خپل ټوېټر کابل ته د سفر خبر هم ورکړی دی.
نن کابل ته رارسېږم،تمرکز به مې دداېمي سولې ترلاسه کول،چې داجګړه پای ته رسوي،ډاډ ترلاسه کول چې ترهګر افغانستان د امريکا د ګواښلو لپاره ونه کاروي،دهغوقربانیو درناوی چې امريکا، زموږ متحدینو او افغانانو ترلاسه کړي اودافغانستان سره دوامداره اړیکوټینګول دي. #دافغان سولې بهیر
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 23, 2019
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې په څو اونیو کې «بین الافغاني» مذاکرات پيل شي.
ښاغلي خلیلزاد تر دې مخکې هم په یاد سفر کې د افغان سولې په اړه د زیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې وه.
د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اوم پړاو مذاکرات د جولای پر ۹مه نټېه له کومي موافقې پرته پای ته ورسېدل.
د دې ترڅنګ د همدې میاشتې پر ۷ او ۸مه نېټه په دوحه کې د قطر او جرمني په منځګړیتوب بین الافغاني مذاکرات هم تر سره شول، چې ښاغلي خلیلزاد د افغان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله.
کابل او دوحې ته د خلیلزاد سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د لیدنې پرمهال ویلي، که وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ګټلی شي.
ټرمپ همدارنګه ویلي، چې نور له افغانستان څخه د امریکا د وتلو وخت راغلی دی.
هغه زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان څخه د امریکا په وتلو کې همکاري کوي، چې د نوموړي په وینا"ډیر ژر به د افغانستان په هکله ښه ځوابونه ولرو."