د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا باید د سولې خبرو کې د ګاونډیانو پوره باور له ځان سره ولري ـ کرزی


پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا او نور متحدین یې باید د افغان سولې په اړه روانو هڅو کې د افغانستان د ټولو ګاونډیانو اعتماد او باور له ځان سره ولري.

نوموړي نن پنجشنبه په کابل کې «د سولې او امنیت» په اړه غونډه کې وویل، چې د سولې پر بهیر د ګاونډیانو له باور پرته سوله نشي راتلی.

کرزي وویل، چې د سولې پر بهیر د باور رامنځته کېدو په هدف باید د ایران په ګډون ټول ګاونډيان په دغه بهیر کې شامل شي.

هغه وویل:"موږ غواړو چې امریکا او متحدین یې د سولې په اړه روانو خبرو کې د افغانستان د ګاونډیانو کامل باور له ځان سره ولري... هغوی باید برعکس فکر ونه کړي چې دا د سولې پروسه نه ده، بلکې دا د هغوی په وړاندې د افغانستان له خاورې یوه نوې معامله ده."

نوموړي د افغان سولې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشارې وویل، چې افغانان سوله غواړي، خو پر افغان خاورې د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ معاملې نه غواړي.

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې ایران د افغانستان د ګاونډي په صفت باید د سولې په بهیر کې شامل شي او امریکا باید له ایران سره کړکېچ کې د افغانستان له خاورې نه استفاده ونه کړي.

کرزي همدارنګه د افغانانو په مالکیت د سولې پر بهیر په ټينګار سره وویل، چې افغانان باید په دغه بهیر کې پوره ګډون ولري.

هغه وايي، سولې ته د رسېدو لپاره افغانان باید د سولې په غونډو کې د مېلمه په صفت نه بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون وکړي.

کرزی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې روانه میاشت په دوحه کې د افغان سولې په اړه د قطر او جرمني په منځګړیتوب بین الافغاني غونډه تر سره شوه چې افغان چارواکو او طالبانو ترځنګ د بېلابېلو ډلو استازو په کې ګډون کړی و.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې تر دې مخکې په روسیه کې د افغان سولې په اړه ددو بین الافغاني غونډو کې ګډون کړی و د قطر غونډې ته نه وو بلل شوی.

XS
SM
MD
LG