د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو نهم دور خبرې پيلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «اګست پر۲۰مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد دغه سفر"د سولې د هر اړخیزې هڅې د یوې برخې په توګه ترڅو د سولې پروسه اسانه کړي چې په افغانستان کې رواني شخړه پای ته ورسوي."
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې خلیلزاد به په دوحه کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته کابل ته ولاړ شي او د افغان حکومت له مشرانو سره به"د افغان سولې بهیر په اړه خبرې او مشورې وکړي او د بین الافغاني خبرو د چمتووالي لپاره به یې و هڅوي."
د افغان سولې په اړه د نهم سفر تر پیلولو مخکې زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي"اوس بیرته روان یم. لومړی به دوحی ته ځم ترڅو هلته پر پاتې مسایلو خبرې وکړو او نهایي یې کړو. موږ چمتو یو. اوس نو وګورو چې ایا طالبان چمتو دي؟."
Productive week in Washington. Briefed management on where we are and next steps. Back on the road again. First stop Doha where we will try and close on remaining issues. We’re ready. Let’s see if the Taliban are as well. https://t.co/mjc8zrjqR7
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 20, 2019
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دا مهاله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی او د افغانستان جمهوري ریاست هم د زمري میاشتې پر« ۲۶مه»د سولې په اړه پر خپلو مشخصو اهدافو باندې ټینګار وکړ.
افغانستان او قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر پر داسې مهال کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره له طالبانو سره د سولې خبرو پر بهیر، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر احتمالي وتلو او نورو مسایلو خبرې وکړې.
په داسې حال چې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت روانه میاشت له طالبانو سره د ۱۵کسیز مذاکراتي پلاوي د ټاکل کېدو خبر ورکړ، خو تر دا مهاله یې د دغه پلاوي نومونه نه دي اعلان کړي.
پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شهین د حکومت لخوا د مذاکراتي پلاوي د نومونو نه اعلانول تر پوښتنې لاندې راوستی دی، نوموړي ویلي، چې د پلاوي د نومونو نه اعلانول د «اختلاف» او یا هم د کومې «زورواکې» کړۍ په لاس کي دي.