د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خاطرې په نوم د غزني ولایت پولیسه چې وايي، د خپل پلار لخوا سخته ټپي شوې کابل ته راغوښتې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو ریاست سرپرسته مروا امیني وايي، خاطره له دولت سره د همکارۍ په تور لس مرمۍ ویشتل شوې او سترګې هم ایستل شوي دي.
نوموړې زیاته کړې: "يواځې په دې جرم چې ولې حکومت ته کار کوې او پولیسه يې لس مرمۍ يې ویشتلې، ټوتې ټوتې ده، نه سمه ګرځېدلی شي، نه څوک وینی، دواړه سترګې یې په چاقو ورته ایستلي تر ټولو دردونکې خبره یې دا وه چې اولاد مې نشم لیدی."
خاطره غزني ولایت کې پولیسه وه،او پلار يې طالب دی.يواځې په دې جرم چې ولې حکومت ته کار کوې او پولیسه يې لس مرمۍ يې ویشتلې،دواړه سترګې یې په چاقو ورته ایستلي😰تر ټولو دردونکې خبر یې دا وه چې اولاد مې نشم لیدی. pic.twitter.com/EJ9HIxBBfE
— Marwa Amini (@AiminiMarwa) October 6, 2020
اغلې امیني ویلي چې د خاطرې په نوم ښځې پلار طالب دی.
نوموړي زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ خاطره کابل ته غوښتې او د کورنیو چارو وزیر ورسره کتلي دي.
هغه وايي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي له خاطرې سره د نقدي مرستې ترڅنګ د نوموړې د ټولې درملنې مصرف هم پرغاړه واخیست او يو آپارتمان یې هم ورکړ.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.