د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د بین الافغاني خبرو پيلېدل یوه بېسارې شېبه بللې ده.
زلمي خلیلزاد په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیې ته په اشاره ویلي چې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او سولې بهیر څخه پراخ نړیوال ملاتړ وجود لري.
هغه د سپټمبر ۱۹(وږې۲۹) پر خپل ټویټر یو ځل بیا ویلي چې "له دغه فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي."
۳/۳ د افغانستان لپاره دا یوه بې سارې شیبه ده. نه یوازې افغان خواوې مستقیماً پخپلو کې خبرې کوي، بلکې هماغسې چې د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته. دغه بې ساري فرصت نه باید ګټه واخیستل شي
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 19, 2020
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تیرې جمعې په ورځ سپټمبر ۱۸مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو هر کلی وکړ.
خو د دې ترڅنګ یې په یاده اعلامیه کې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار هم شوی.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانې خبرې هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې یې غوښتنه شوې وه.
بین الافغاني خبرې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هیوادونو یې هر کلی وکړ.
د دغو خبرو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته د لارې موندل دي.