په خوست کې د پولیو د ممکنه پېښو په اړه اندېښنې

له دې کبله چې په وروستيو کمپاينونو کې د خوست لسګونه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين محروميږي، ددې ناروغۍ د احتمالي رامنځته کيدونکو پېښو په اړه له يو شمېر خلکو سره اندېښنې زياتې شوي دي.

د تېرو څو مياشتو راهيسې چې د ناامنیو له وېرې صحي رضاکاران د خوست يو شمېر سيمو ته د ورتلو زړه نه ښه کوي، د هر کمپاين پرمهال تر ۴۰ زرو ډېر ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه محروميږي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، دا اندېښنه هغه مهال کميدای شي، چې د ټولنې هر قشر د پوليو ويروس له منځه وړل خپل مسؤليت وبولي او له واکسيناستورانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي منګل وويل: "له ټولو موټر چلوونکو، علماو کرامو، قومي مشرانو او د امنيتي ځواکونو نه هيله کوو، چې زموږ له موبايل ټيمونو سره همکاري وکړي، تر څو هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه ټيټ دي، د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړو تر څو له دغه وحشي ويروس نه په امن کې پاتې شي. "

له دې کبله چې ګوزڼ تر اوسه علاج نه لري، د دې ولايت یو ديني عالم محمد عارف وايي، چې د يادې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو اړخونو مشترک مسئولیت دی.

هغه وايي: "الله په قرانکريم فرمايي چې انسان نه دی مکلف بلکې د خپل توان په اندازه. همداسې بل ځای قرانکريم کې فرمايي څوک چې چا د مرګ نه وژغوره، داسې الله ورباندې خوشحاليږي لکه د ټولې دنيا مخلوقات يې چې له مرګ نه ژغورلي وي. "

د معلوماتو له مخې موسی خېل او قلندر ولسوالۍ په بشپړه توګه د ګوزڼ له واکسين محرومې دي، دغه راز په عليشېر او تريزايي، باک او د سپېرې ولسواليو په زياترو سيمو کې هم ياد واکسين نه تطبيقيږي.

د تېر ميلادي کال د اپرېل مياشتې راهيسې، چې د پوليو واکسين پروسه د ناامنیو او ځينو تخنيکي مسائلو پر بنسټ ټکنۍ او محدوده شوې، په ماشومانو کې د ګوزڼ د احتمالي پېښېدونکو مثبتو پېښو په هکله اندېښنه زياته شوې ده.

که څه هم په ۲۰۲۰ ميلادي کې په افغانستان کې تر اوسه د ګوزڼ د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی، خو تېر ۲۰۱۹ کال کې په دغه هېواد کې ۲۹ ماشومان ګوزڼ ناروغۍ فلج کړي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې نهه پېښې په ارزګان، پنځه په هلمند، شپږ په کندهار، دوه په فراه، دوه په پکتيکا، يوه په هرات، يوه په بادغيس، يوه په بغلان، يوه په کونړ او يوه په ننګرهار کې ثبت شوې وې.