د خوست یو شمیر اوسیدونکې شفافې ټاکنې غواړي

د خوست اوسيدونکي وايي په پارلماني ټاکنو کې به چې ټاکل شوې راروانه شنبې ( اکتوبر ۲۰ ) ترسره شي، پارلمان ته ددې ولایت واقعي استازي غوره کړي.

د خوست اوسیدونکي وايي د امنیتي ننګونو سره سره په پارلماني ټاکنو کې ګډون کوي. خو دوی په دې اړه د اړوندو ادارو له خوا د شفافیت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.

د یاد ولایت د یو شمیر اوسیدونکو په وینا، عام خلک په ډېرې دلچسپۍ سره دا بهير څاري، ځکه اته کاله وروسته دا موقع په لاس ورغلې، چې ولسي جرګې ته خپل واقعي کاندیدان معرفي کړي. اول خان د خوست یو اوسیدونکی وايي" که موږ ښه او وړ کسان پارلمان ته معرفي کړو او پارلمان مو جوړ شي نو ټول افغانستان جوړېږي."

امنيتي ځواکونو په دې ولایت کې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره خپلې ګزمې او د تلاشي پوستې ډېرې کړې دي. د خوست پولیس وايي په خوندي چاپیریال کې د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره جدی هڅې کوي.

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال اختر محمد نورزی وايي:" تهديدات شته خو موږ په خپل ټول توان سره د تهديدونو د دفع کولو هڅې کوو. موږ هره ورځ لاسته راوړنې لرو، د دښمن پلانونه شنډوو. د الله ج په مرسته به وکولای شو ښه امنيت تامين کړو."

که څه هم د ټاکنيز کمپاين په لومړيو ورځو کې د دوو کانديدانو د کمپاينونو پر موټرونو چاودنو دوه کسان ووژل، خو د خوست امنيتي مسوولين وايي، چې د نورو بريدونو د مخنيوي لپاره يې تدابير سخت کړي دي.

له خوست ولايت څخه ولسي جرګې ته ۵۵ کسانو ځانونه نوماند کړي چې دوې يې میرمنې دي. ددې ولایت ډیری کاندیدان هغه ځوانان دي چې لوړې زده کړې لري.

د خوست د ټاکنو سيمه ييز دفتر مسوولين وايي په دې ولایت کې د رایې اچونې ۱۸۶ مرکزونه پلان شوي چې دغو ټولو مرکزونو ته د ټاکنو اړوند حساس او غیر حساس مواد انتقال کړي دي.