بنګله دیش کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې ۵۵ کسان مړه کړي

د بنګله دیش سیلابونه

په بنګله دېش کې مقامات وايي، په دغه هېواد کې سخت بارانونه د سیلابونو د راوتلو او د ځمکې دښویدو له امله په تېرو دوو اوونيو کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي دي.

چارواکو نن یکشنبې وویل، چې د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې سیلابونو او ځمکې ښویدنې ۲۱ تنه په کاکس بازار، ۱۹ تنه په چټاګونګ، ۱۰ په بندربان او پنځه تنه په رانګمتي کې وژلي دي.

چارواکو وویل چې سختو بارانونو یوازې په کاکس بازار کې په ۶۰۰ زره خلکو ناوړه اغیز کړي،چیرې چې د روهینګیا د کډوالو درې لوی کمپونه په کې موقعیت لري.

د بنګله دیش د هوا پېژندنې ادارې رئیس عزیزالرحمن ویلي، هېواد یې له ډېرو سختو بارانونو سره مخ دی چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

هغه زیاته کړه چې یوازې د اګست په ۷مه په دغه هېواد کې ۱۲ انچه باران ثبت شوی دی.

د جنوبي اسیا ددغه هېواد چارواکو ویلي، چې دغه بارانونه د اګسټ تر ۱۱مې پورې د سمندر د اوبو د سطحې د لوړېدو سبب شوي او په سلګونه کلي تر اوبو لاندې شوي دي.

هغوی وویل چې، د اوبو د سطحې له ټيټېدو وروسته به دوی وتوانیږي چې د دې طبیعي ناورین له امله د اوښتو تلفاتو شمېر تائید کړي. د بنګله دېش حکومت ویلي چې د قربانیانو سره د مرستې لپاره هر څه چې په توان کې یې شته ترسره کوي.

ساینس پوهان وايي چې د اقلیم بدلون به د سختو او ویجاړونکو موسمي بارانونو لامل شي.