د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش کې انتخابات: د واکمن ګوند او د سیاسیي مخالفینو پلویانو مظاهرې کړي


په بنګله دیش کې جمعه جولای ۲۸ (زمري ۶) د واکمن ګوند او سیاسیي مخالفینو زرګونو پلویانو لدې کبله جلا جلا مظاهرې کړي چې څوک به پدې هیواد کې راتلونکي عمومي انتخابات څاري.

چارواکي وایي سره لدې چې په مظاهرو کې ډیرو کسانو برخه اخیستې وه خو بیا هم دا مظاهرې په سوله ایزې توګه پای ته ورسیدې او د امنیت ساتلو لپاره په ډیر شمیر پولیس او نور امنیتي منسوبین ګمارل شوي و.

که له یوې خوا د بنګله دیش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه هیله لري چې د څلورم ځل لپاره د دې هیواد مشره وټاکل شي خو د بنګله دیش د ملت پال ګوند مشره او پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا چې ناروغه هم ده پخپل ټول زور سره کوښښ کوي چې میرمن حسینه له واکه لیرې کړي.

حسینه او خالده د یو بل تر ټولو سر سختې مخالفینې دي او د ۱۹۹۱ کال راپدیخوا همدا دواړه د بنګله دیش مشرانې پاتې شوي.

اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه پدې ټنګار کوي چې د راتلونکي عمومي انتخاباتو مشري به د اساسي قانون سره سم برحال حکومت کوي خو بل پلو بیا د خالده ضیا ګوند او متحدین یې وایي چې میرمن حسینه باید واک پریږدي او د عادلانه او آزادو انتخاباتو کیدو لپاره باید یو سرپرست حکومت وټاکل شي چې د هیڅ ګوند پورې اړه ونلري.

د بنګله دیش ملت پال ګوند پخپل دریځ دومره ټینګ ولاړ دی چې ګواښ یې کړی که عمومي انتخابات د اوسني حکومت تر څارنې لاندې وشي، دوی به پکې برخه وانخلي ځکه هغوي وایي د سیاسي حکومت تر څارنې لاندې د باور وړ انتخابات کیدل امکان نلري.

خو پخپله حسینه بیا ټینګار کوي چې د دې تر مشرۍ لاندې انتخابات به آزاد او عادلانه وي.

متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو د دواړو خواوو څخه د نرمښت غوښتنه کړې او دا یې هم ورته ویلي چې د اعتبار وړ انتخاباتو کیدو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د خالده ضیا زرګونه پلویان په پایتخت ډهاکې کې د دې ګوند مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي و ؛ د حکومت ضد شعارونه یې ورکول او په سمدستي توګه یې د شیخ حسینه بې واکه کیدو غوښتنه یې کوله.

د دې مظاهرو څخه یوازې څو کوڅې لیرې د واکمن ګوند عوامي لیګ بیا زرګونه زده کوونکي او ځوانان راټول کړي و – دوي په سیاسي مخالفینو د ګډوډۍ پیدا کولو تورونه لګول او ادعا یې کوله چې د سولې لپاره یې مظاهره کړې.

حسینې او ضیا په ۱۹۹۱ میلادي کال کې په ګډه پخوانی دیکتاتور ایچ ام ارشاد له واکه لیرې کړ او له هماغې نیټې پدې هیواد کې پارلماني دموکراسي حاکمه ده.

میرمن ضیا درې ځله د هیواد صدراعظمه ټاکل شوې چې دوه ځله یې خپله پنځه کلنه واکمني پوره کړله او دریم ځل د لنډې مودې لپاره صدراعظمه وټاکل شوه.

خو شیخ حسینه بیا په ۱۹۹۶ کال کې د لومړي ځل لپاره ددې هیواد مشره وټاکل شوه او په ۲۰۰۸ کال کې یې بیا انتخابات وګټل چې تر اوسه په واک کې ده.

د بنګله دیش ملت پال ګوند چې مشري یې خالده ضیا کوي په شیخ حسینه تور لګوي چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په انتخاباتو کې ټګي کړې وه او وایي چې له همدې کبله به راتلونکي انتخابات هم د میرمن حسینې تر مشرۍ لاندې عادلانه او آزاد نه وي.

XS
SM
MD
LG