افغان حکومت د غصب د مخنیوي لپاره دولتي ځمکې ثبتوي 

تصویر: ارشیف

په افغانستان کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وايي چې د دولتي ځمکو د معلومولو او خوندي کولو لپاره د دولتي ځمکو د ثبت او راجستر لړۍ روانه ده.

دغه وزارت وايي تر دې دمه یې ۷میلیون جریبه دولتي ځمکې او څړځایونه ثبت کړي دي.

چارواکي وايي له زورواکو څخه یې هم زرګونه جریبه دولتي ځمکه راګرځولې ده، خو معلومات نشته چې دا ځمکه په کوم ځای کې او له کومو چارواکو څخه راګرځول شوې ده.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مقامات وايي چې د ځمکو د ثبتولو هدف د دولتي ځمکو معلومول، د غصب مخنيوى او د اقتصادي او انکشافي پلانونـو د پلي کولو لپاره د زمينې برابرول دي.

د نورو ولایتونو په پرته په کابل کې نسبتآ ډېرې دولتي ځمکې او څړ ځایونه ثبت شوي دي.

د کابل د ځمکو د ریاست مشر غلام حسين امريکا غږ ته وويل چې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهېسې یې څه باندې ۳۱۶زره جريبه ځمکه ثبت کړې ده.

د دې ترڅنګ د ځمکو وزارت وايي چې په کابل کې یې ۱۲۶زره جريبه څړ ځايونه یې هم ثبت کړيدي او لا هم د دولتي ځمکو او څړ ځايونو ثبتول دوام لري.