لبنان کې د اسرائیل په بمبارۍ کې ۳۳ تنه وژل شوي

په لبنان کې چارواکي وایي ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې سه شنبه نومبر ۱۲ ( لړم ۲۲) د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي چې اکثریت یې هغوي و چې د حزب الله – اسرائیل تر منځ جګړې له کبله بې ځایه شوي و.

د اسرائیل پدې بریدونو کې د لبنان پایتخت بیروت په جنوب کې د حزب الله مشهورو مرکزونو تر څنګ یو شمیر هغه سیمې هم په نښه شوې وې چې په دودیزه توګه دا ډله پکې حضور نلري.

د لبنان عامې روغتیا وزارت همدرانګه ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې ۱۲ تنه ټپي شوي هم دي.

د دې هیواد رسمي خبري اژانس بیا په راپور کې ویلي چې په یو برید کې هغه ودانۍ هم په نښه شوې چې د اسرائیل – حزب الله تر منځ د جګړې شدت له کبله بې ځایه شویو خلکو پکې پنا اخیستې وه.

په عین حال کې بیا د حزب الله ډلې ویلي چې د اسرائیل ستر ښار، تل ابیب سره نږدې یې په یوې نظامي اډې توغندي وار کړي.

د حزب الله ډلې ویلي چې دا توغندي یې د لبنان په جنوب کې ددې ډلې په مرکزونو باندې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې کړي.

سره لدې چې حزب الله په اسرائیل باندې بریدونو کې د مرګ ژوبلې او زیان په هکله څه ندي ویلي خو په اسرائیل کې بیا چارواکو ویلي چې د دې هیواد په شمال کې په یو ښارګوټي کې د توغندي لګیدو له کبله ۲ تنه وژل شوي.

دا مطلب هم ولولئ اسرائیل وایي په لبنان کې یې د حزب الله یو جګپوړی غړی نیولی

د اسرائیل پوځ په سیمه ایز وخت سه شنبه سهار د بیروت په جنوب کې تر لسو ډیرې هوایي حملې کړي. دولتي مطبوعاتو ویلي دا بریدونه په څلورو ولسوالیو کې خلکو ته تر خبرداري لږ ه شیبه وروسته پیل شول.


د اسرائیل پوځ ویلي چې پدې بریدونو کې یې د حزب الله "ترهګر" په نښه کړي او دا یې هم ویلي چې د قوماندې مرکزونه، د وسلو جوړولو مرکزونه او هغه زیربناوې ویشتي دي چې د حزب الله ډله ترې کار اخلي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې چې په لبنان کې حزب الله او اسرائیل هم په یو بل د توغندیو بریدونه کړي او د سپټمبر په میاشت کې د اسرائیل پوځ په لبنان هوایي بریدونه شدید کړل، تر اوسه په لبنان کې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې څه د پاسه ۳۳۰۰ کسان وژل شوي.