بدخشان کې عامو خلکو د ښوونځي جوړولو لپاره اشر کړی

دغه ښوونځى د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې جوړيږي٠

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر عامو خلکو یوه ښوونځي ته شخصي ځمکه ورکړې او د جوړېدو لپاره یې عمومي اشر کړی دی.

په هغو انځورونو کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت خپاره کړي ښيي چې د سپین ږيرو او ماشومانو په شمول عام اوسېدونکي د ښوونځي ودانولو لپاره ودانیز مواد لېږدوي.

ماشومان د ښوونځي ودانۍ ته تیږې رالېږدوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت له دغه اقدام هر کلی کوي او له خلکو غواړي چې په پوهنیزو چارو کې د دولت تر څنګ دوی هم خپل مسولیت ادا کړي: "د کشم ولسوالۍ خلکو خپله دوه جریبه ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره ورکړې او خپله یې د ودانولو چارې پر مخ وړي."

د کشم ولسوالۍ اوسېدونکو په داسې حال کې د یو ښوونځي جوړېدو لپاره حشر او امکانات برابر کړي چې په تېرو دوه لسیزو په اوږدو کې افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

د جوړېدونکي ښوونځي انګړ.

یاد ښوونځي تر ډېره د جګړو او ځینو نورو لاملونو له کبله له منځه تللي دي.

د رپوټونو پر بنسټ د پوهنې وزارت ویلي چې په جنګ ځپلو ولایتونو کې د ناامنیو له کبله سلګونه ښوونځي تړل شوي هم دي.

افغانستان کې د روانې جګړې له امله زرګونه ماشومان له زده کړې څخه بې برخې شوي دي٠