مکرون د ایران نوي ولسمشر ته: منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ ملاتړ بند کړئ

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون دوشنبه جولای ۲۹ ( زمري اتمه) د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان څخه غوښتي چې په منځني ختیځ کې د "بې ثباته کوونکو عواملو" سره دې خپل ملاتړ بند کړي.

د ښاغلي مکرون دفتر د دې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې د فرانسې مشر همدرانګه د خپل ایراني سیال څخه په ټینګه وغوښتل چې په اوکراین کې د روسیې "تیري" ملاتړ دې نکوي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې ښاغلي مکرون د ښاغلي پزشکیان څخه د کومو ډلو سره د ملاتړ نه کولو غوښتنه کړې خو دومره پکې ویل شوي چې د لبنان او اسرائیل تر منځ د "نظامي جنجال ډیروالي د مخنیوي لپاره باید له هر څه کار واخیستل شي".

د حزب الله ډله چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په غزې کې د جګړې پیل کیدو راهیسې تقریباً هره ورځ په اسرائیل بریدونه کوي خو د دوي تر منځ کړکیچ د تیرې شنبې په ورځ وروسته تر هغه ډیر شو چې د اسرائیل لخوا په قبضه شویو ګولان غونډیو کې د یو توغندي په برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول او اسرائیل یې ملامتي په حزب الله واچوله.

اسرائیل خبردرای ورکړی چې ددې برید په ځواب کې به د حزب الله ډله وځپي او دا یې هم ویلي چې دا ډله به دومره لوړ قیمت ورکړی چې تر اوسه یې ندی ادا کړی.

د فرانسې مشر د حزب الله او اسرائیل تر منځ شخړو زیاتیدو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې پدې سیمې کې یوه نوې جګړه به " د سیمې لپاره تبا کوونکي عواقب ولري".

ایمانیول مکرون د ایران نوي جمهور رئیس ته د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د بري مبارکي ورکړې خو پدې هیواد کې د "ریښتیني بدلون" غوښتنه یې هم ترې کړیده.

مسعود پزشکیان چې د جولای د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دویم پړاو کې یې سخت دریځ کاندید، سعید جلیلي ته ماتې ورکړه ، ویلي چې حکومت یې د هیواد ملي ګټو سره سم او سولې په پار د نړۍ ټولو هیوادونو سره په اړیکو کې توازن پیدا کوي خو تر څنګ یې دا ټینګار هم کړی چې ایران به "فشارونو ته ځواب ونه وایي".

ایراني چارواکو تر اوسه د فرانسې د جمهور رئیس سره د پزشکیان د خبرو په هکله څه ندي ویلی.

پزشکیان د غربي هیوادونو سره د ایران نږدې کیدل غواړي او د ولس څخه یې غوښتي چې د پلانونو ملاتړ یې وکړي.

ایران دې مشر همدارنګه ویلي چې د "دوه اړخیز درناوي اصولو" له مخې د اروپایي هیوادونو سره په موثرو خبرو اترو کې ورګډیو ته سترګې په لار دی.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اتومي تړون پدې هدف لاسلیک کړی و چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیتونه محدودوي.

خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه لدې تړون ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول. ایران بیا د امریکا دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کول څو چنده ډیر کړل.