د سپي وینې د یو انسان ژوند وژغوره

Dog Lick Amputation

۴٨ کلن امریکایي گریگ مانتیوفل، چې لاسونه، پښې او د څنگلو ځنې برخې یې د وینې په یوې مکروبي ناروغۍ باندې د اخته کیدو پرې کړل شوې وې، ډاکټرانو ورته د سپي وینه تېره کړه او ژوند یې وژغورل شو.

مانتیوفل چې دوه اونۍ دمخه د ویسکانس ایالت د فرودترټ له روغتون نه ووت د جون په ٢٦ یې پداسې حال کې روغتون ته مراجعه وکړه چې په سخته تبه او د پښو په درد اخته و. هغه د سپتمبر د میاشتې تر پایه ١٠ ځله د لاسونو او پښو د وینې د بندیدو له کبله جراحي عملیات تیر کړل.

ډاکټرانو وموندل، د "کپنوسایتوفاگا" مکروب چې د سپي او پیشو د خولې په لعابو که شته د مانتیوفل د بدن د وینې دوران ته ننوتی او ددې سبب شوی چې وینه د هغه د بدن لرې غړو لکه لاسونو او پښو ته ونه رسیږي او په نتیجه کې دغه غړي وراسته شي.

گریگ مانتیوفل د روغتون له ډاکترانو

​د مانتیوفل بدن ته د سپي د وینې د داخلولو یو دلیل ددغه حیوان په وینه کې د هغو انتي باډي شتون دی چې د سپي په بدن کې د "کپنوسایتوفاگا" مکروب د رامنځ ته کیدو مخنیوی کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي چارو د مرکز د شمیرو له مخې په سلو کې شاوخوا ٧۴ سپي او ٧٥ فیصده پیشوگانې په خپل کې د "کپنوسایتوفاگا" باکتریاوی لري. انسانان هم ددغو باکتریاو یو بل ډول د خولې په لاړو کې لري.

مانتیوفل، که څه هم چې له مرگ ژغورل شوی د بشپړه روغتیا لپاره اوږده لاره په مخ کې لري. د لاسو او پښو ځنې برخې او د شونډو او پزې ځنې حصې چې د وینې د نه رسیدو له امله یې له لاسه ورکړي اوس د پلاستیکي جراحۍ څو عملیاتو ته اړتیا لري چې ښایي لږ تر لږه یو کال ونیسي.

له دې سره سره مانتیوفل چې په وینا یې ټول عمر یې سپی درلودلی دی اوس هم له دغه حیوان سره مینه لري او غواړي چې په کور کې سپی وساتي.

د اسوشیتید پرس رپوټ