د ټرمپ پخواني همکار خپل جرم ومانه

د ټرمپ د کمپیان پخوانی مسول پاول منافورټ

د جمهور رئیس ټرمپ د کمپیان پخواني مسول پاول منافورټ د جمعې په ورځ د ( سپټمبر ۱۴) په واشنګټن کې په یوې محکمه د اوکراین له پخواني حکومت څخه د ملاتړ په هڅو اعتراف وکړ.

نوموړي په محمکه کې دا ومنله چې د اوکراین د پخواني جمهور رئیس ویکټور یانوکوویچ او د روسیې د ملاتړو ګوندونو لپاره یې لابي کړې ده.

د منافورټ مدافع وکیل کیون ډاوننګ خبریالانو ته وویل" د منافورټ لپاره یوه سخته ورځ ده خو هغه مسولیت ومانه او غواړي چې ډاډمن شي کورنۍ یې خوندي او ښه ژوند ولري. هغه په دې اړه خپل مسولیت ومانه، خو دا هغه څه دي چې نوموړي کلونه مخکې کړي او ټول باید دا په یاد ولري."

پر منافورټ یو بل تور دا دی د ۲۰۱۶ کال په جون کې په هغه غونډه کې چې د روسانو او د جمهور رئیس ټرمپ د مشر زوی له خوا جوړه شوې وه حضور درلود او کمپاین ممکن د هیلاري کلنټن د کمپاین په اړه معلومات ترلاسه کړي وي.

پاول منافورټ تیره میاشت د مالي سرغړونو اړوند په اتو جرمي مواردو تورن شو او ممکن له همدې امله تر لسو کالو بندي شي.

منافورټ د جمعې ورځې په محکمه کې ژمنه وکړه چې د روبرټ مولر په مشرۍ د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون سره به همکاري کوي، خو دا تر اوسه روښانه نده چې دی به څه ډول معلومات شریک کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا سندرس د یوې بیانې په خپرولو سره وویل چې د منافورټ قانوني مشکلات له جمهور رئیس ټرمپ سره هیڅ تړاو نلري.

کارپوهان وايي د منافورټ په تړاو پرمختګونه کولای شي د روسیې د مداخلې په اړه نوی باب پرانیزي، هغه څه چې اوس تر ډیره په نوامبر میاشت کې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د دواړو ګوندونو له خوا د اکثریت په ترلاسه کیدو پورې تړاو پيدا کولای شي.

د بروکنیګ انستیتوت څیړونکی جان هودک وايي" جمهوري غوښتونکي باید ددې تحقیق په اړه د یوه ټاکلي وخت د نشتون او دا چې راتلونکې کې څه کیږي، اندیښمن ووسي."

نظر پوښتنې ښيی چې دیموکراتان د روسیې د مداخلې په اړه د څیړنو ملاتړ کوي خو جمهوري غوښتونکي په دې اړه زړه نا زړه دي.

جمهور رئیس ټرمپ تل د روسیې د مداخلې ادعاوي یوه دسیسه بللې او ویلي دي چې منافورټ د ۲۰۱۶ کال د کمپاین پرمهال ده ته د لنډ وخت لپاره کار کړی دی.