منظور پښتین: په مونږ بندیز د بلوچستان حکومت نه بلکه پوځ لگولی

منظور پښتین وایي چې پدې کې هیڅ شک نه لري چې په هغوي بندیز پوځ لگولی دی.

د پښتون تحریک مشر منظور پښتین د هغې نه وروسته چې په کویټه کې ورته د هوایي ډگر نه د باندې وتلو اجازه ورنکړل شوه، په اسلام اباد کې راغونډو شوو طرفدارانو ته په وینا کې وویل چې پدې پوهه دی چې دا د بلوچستان او د سند د حکومت کار نه دی بلکه دغه د پوځ په امر شویدي.

پښتین وویل: "مونږ پدی اړه هیڅ شک نه لرو چې دا کار پوځ کړیدی. د بلوچستان د حکومت نه که چا پوښتنه وکړه نو د شرمه به غلي وي خو مونږ پوهه یو چې دا کار دوي نه بلکه پوځ کړیدی. د سند حکومت هم ویلي و چې هغوي په ما بندیز ندی لگولی."

منظورپښتین په خپلو خبرو کې وویل چې هغه د پوځ لخوا پدی چلند خوابدی ندی. هغه وویل "مونږ به دا قربانۍ شمیرو هم نه. د وطن لپاره راته دررونه هم خواږه ښکاري، د وطن مینه او د مظلوم د ملگرتیا فلسفه ډیره لویه ده."

هغه وویل چې د پاکستان دولت نه غواړي چې د پاکستان ځبل شوې قامونو د خپلو حقونو لپاره یوځای شي.

د یادونې وړ ده چې د هغې نه وروسته چې په منظور پښتین د سند لخوا بندیز ولگول شو چې هغه به دغې صوبې ته نه ورځي، د سند د حکومتي پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بټو په یو ټویټ کې ولیکل چې هغوي په پښتین دغه ډول بندیز ندی لگولی او وی ویل چې د نورو پاکستانیانو پشان پښتین هم په سند کې د سوله ایز احتجاج حق لري.

منظور پښتین په اسلام اباد کې د مبارزې ژمنه تکرار کړه او خپلو ملگرو ته یې وویل چې هغوي دې د دغه ډول مشکلاتو نه نه ویریږي.

د پاکستان پوځ د پښتون تحریک د مشر د تورونو په اړه لا تبصره نده کړې خو تیره اونۍ یې خبردارې ورکړی و چې "منظور پښتین دې د حد نه نه ووځي."