کاناډا د مروانا او چرسو له کمبود سره مخامخ ده

په کاناډا کې د مروانا او چرسو د استعمال له قانوني کیدو څخه څه کم یوه اونۍ وروسته ددغو موادو پلورنځي ددې موادو له کمبود او د مشتریانو د لوړې تقاضا سره مخامخ دي.

د مروانا او چرسو د تفریحي مصرفولو له قانوني کیدو نه څو ورځې وروسته په ټوله کاناډا کې ددغو موادو نه په قانوني توگه استفاده کولو ته د کاناډایانو لیوالتیا دومره زیاته وه چې ددې موادو د خرڅلاو بازار یې له کمبود سره مخامخ کړ.

تیره اونۍ کاناډا د مروانا او چرسو نه د ازادې استفادې قانون نافذ کړ. ددې کار سره سم د پلورنځیو مخ ته د خلکو کتارونه جوړ شول او د خرڅلاو په مرکزونو کې د نظم لپاره پولیسو مرستې ته ورودانگل.

په کاناډا کې د مروانا اکثر پلورنځي په خپلو دروازو باندې کاغذونه نصب کړي چې په کې لیکل شوي چې ټول مواد خرڅ شوي دي.

د کاناډا په ختیځ کې د نیوفوندلنډ د سیمې خلک لومړني کاناډایان وو چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ١٧) د مروانا د اخیستلو لپاره پلورنځیو ته لاړل.

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو، په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ژمنه کړې وه چې مروانا به قانوني کړي. مرواناکانابیس له ډلې نه ده چې د چرسو په شان نشه لري.

د کاناډا په نوي قانون کې له ١٨ کالو پورته افرادو ته اجازه ورکړل شوې چې په عام محضر کې تر ٣٠ گرامو پورې مروانا وکاروي. دوی کولای شي چې دغه مواد له پلورنځیو څخه ترلاسه کړي.

د ښاغلي ترودو لیبرال حکومت اوس یو بل وړاندې گام هم پورته کړی او په پام کې لري چې هغه کسان چې د نوي قانون له انفاذ نه یې مخکې د مروانا د خرڅلاو او پیرودلو په وجه جریمه او په زندان محکوم شوي وو هم وبخښي.

په کاناډا کې شاوخوا نیم میلیون کسان د مروانا په ارتباط په سزا محکوم شوي دي او په ٢٠١٥ کې د جستین ترودو له واکمن کیدو نه تر اوسه ١٥ کسان په مروانا اړوند پیښو تورن شوي دي.

ددې طبیعي موادو د قانوني کیدو پلویان وایي کانډا پر بهرنیانو او سیلانیانو باندې ددې موادو په خرڅلاو باندې د مالیاتو له درکه گټه کوي.

په جنوبي امریکا کې د یوروگوای د جمهوریت وروسته کاناډا د امریکا د وچې دوهم هیواد دی چې د مروانا استعمال یې قانوني کړی دی.