ترکیې دوه وسله وال نیولي چې د استانبول په کلیسا کې یې یو تن وژلی و

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي دوه نیول شوي کسان بهرني اتباع دي او ارزونه دا ده چې د داعش غړي به وي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي پولیسو یکشنبه جنوري ۲۸ مه (سلواغې ۸) دوه هغه وسله وال نیولي چې ګمان کیږي د اسلامي دولت یا داعش غړي به وي او د استانبول ښار په یوې کلیسا کې یې یو تن وژلی و.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وایي په کلیسا کې وژل شوی شخص د ترکیې تبعه و او د یکشنبې په ورځ د عبادت پر وخت په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی.

وزیر ویلي چې دا پیښه د استانبول ښار د سارییر په ولسوالۍ کې د ایټالوي سانټا مریا کاتولیک کلیسا کې شوې.

د کورنیو چارو وزیر په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې چارواکو د استانبول ښار کې تر ۳۰ ډیرو ځایونو باندې چاپې واچولې او د پیښې په تړاو یې تر دې دمه ۴۷ تنه نیولي دي چې پوښتنې ترې کیږي.

ښاغلي یرلیکایا وویل چې دوه مشکوک کسان په وروستیو چاپو کې نیول شويدی.

هغه د دې مشکوکو کسانو په هکله وویل: " دواړه مشکوک کسان بهرني اتباع دي. یو یې د تاجیکستان او بل یې د روسیې دی. زمونږ ارزونه دا ده چې د اسلامي دولت غړي دي او د پیښې په هکله به ترې پوښتنې وشي."

د دې کسانو تر نیول کیدو وړاندې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې وه، ادعا کړې وه چې دا برید هغوی کړی.

دې ډلې ویلي، دا برید یې ځکه کړی چې مشرانو په یهودانو او مسیحانو د بریدونو کولو غوښتنه کړې.

یو شمیر ویډیوګانې چې د برید پر وخت د کلیسا دننه په امنیتي کمرو کې ثبت شوي او د رویټرز خبري اژانس تائید کړې چې ریښتیني دي، پکې ښودل کیږي چې وسله وال پداسې حال کې کلیسا ته ننوزي چې مخونه یې په ماسکونو پټ کړي او دا کس چې د هغوي له مخې تیریږي په ډزو ولي او وژني یې.

په ویډیو کې دا هم ښودل کیږي چې وسله وال د دې برید څخه سمدستي د کلیسا څخه تښتي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د کلیسا پادري ته زنګ وهلی، په پیښه یې خفګان څرګند کړی او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیز هم د پيښې په اړه خواشیني ښودلې.

په سیمه کې مقاماتو ویلي دي چې دا برید د یو لړ مذهبي مراسمو په ترڅ کې، چې ۴۰ کسان په کې وو، شوی دی. چارواکي وايي په دغه برید کې بل چا ته زیان رسېدلی نه دی.

تېرکال د ډسمبر په میاشت کې په ترکیې کې چارواکو وویل چې د داعش ډلې سره یې د تړاو لرلو په تور ۳۲ کسان نیولي دي،‌ چې د دوی په خبره غوښتل یې په کلیساو، کنیساو او د عراق په سفارت بریدونه وکړي.

د داعش ډلې په ترکیې کې یو لړ بریدونه کړي‌ دي. په ترکیې یې په ۲۰۱۷ کې په یو 'نایټ کلب' کې د دعش په برید کې ۳۹ تنه ووژل شول.