میاشي ولې ځینې خلک زیات چیچي؟

د وینې گروپ، د ساه ایستلو د هوا کاربن ډای اکسایډ، د بدن د حرارت درجه، خولې، په پوټکي کې موجودې باکتریاوې، ارثیت، امیندواري او حتی د کالیو رنګ د میاشو د چیچلو لار پرانیزي او همدا یې عوامل بلل کیږي.

د یوې څیړنې د موندنو له مخې چې د حشراتو د پیژندنې په ژورنال کې خپره شوې، هغه کسان چې د وینې گروپ یې O دی له نورو خلکو څخه زیات د ماشو ښکار کیږي، خو دلیل یې تر اوسه ندی څرگند شوی.

کله چې انسانان تنفس کوي، له خپل بدن نه کاربن ډای اکساید خارجوي او میاشي د ځانګړو خواصو په اساس چې لري یې د انسان د تنفس شوې هوا کاربن ډای اکساید د ۳۵ متره واټن څخه پیدا کوي او د هغې په واسطه خپل ښکار مومي. په هره اندازه چې کاربن ډای اکساید د تنفس په واسطه خارج شي، په هماغه اندازه شخص د میاشي له چیچلو سره مخامخ کیږي.

د انسان د بدن خوله چې د څه دپاسه ۳۴۰ ډوله کیمیاوي موادو بوي لري هغه هم یوه بله وسیله ده چې میاشي پرې خپل ښکار پیدا کوي. زیاته خوله او د خولو شدید بوی هم میاشي ځانته راجلبوي. د انسان خوله شوی بدن په طبیعي توگه د میاشي د نیښ په وړاندې لږ مقاومت لري.

میاشي همداشان د حرارت د اخذو له لارې چې د خولې په شاوخوا کې یې لري د انسان د بدن گرموالی او حتی د هغه د وینې گرمي سنجولی شي او د نیښ وهلو لپاره بهترین ځای انتخابوي. تاوده بدنونه د میاشو په وړاندې حساس دي.

په پوټکي کې موجودې باکتریا‌وې هم میاشي ځانته راجلبوي. نویو څیړنو ښودلې چې پښې، لاسونه او څنگلې پدې خاطر چې په کې زیاتې بکتریاوې شته د بدن د نورو برخو په پرتله د میاشو د چیچلو ښکار کیږي. سره له دې چې میاشي ډیر کوچنی بدن لري سترگې یې ډیرې تیزې دي. تیاره رنگونه په ځانگړې توگه تور، شنه او سره کالي د نورو کالیو په پرتله ژر د میاشیو تر سترگو کیږي.

ښځې د امیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې په ځانگړې توگه د ٢٨ اونۍ وروسته د نورو په پرتله یې میاشي دوه چنده چیچي. هغه څیړنه چې د لنست په طبي ژورنال کې خپره شوې پدې ټکي پوه شوي چې امیندواره ښځې پدې دلیل ٢١ فیصده زیات کاربن ډای اکساید له خپلو سږیو څخه خارجوي، ژر یې ماشي په نښه کوي.

د لندن په پوهنتون کې یوه بله څیړنه ارثيت یو بل عامل گڼي چې ځنې کسان د ماشي په وړاندې محفوظ دي او ځنې نور بیا ډیر چیچل کیږي. څیړنې ښودلې چې ځنې خلک د ارثي نظره د میاشیو دفع کوونکي مواد په خپل پوټکي کې لري.

د میاشیو ژوند

میاشي د ۲۱۰ میلیون کالو راهیسې په ځمکه کې شتون لري او همدا اوس څه دپاسه ۳۵۰۰ ډوله میاشي په نړۍ کې شته چې یو شمیر یې د زیکا، ملاریا او لشمانیا په څیر خطرناکه باکتریاوې، ویروس او پرازیتونه انسانانو ته انتقالوي.

په زړه پورې داده چې یواځې ښځینه میاشي انسانان چیچي، که څه هم چې د میاشیو دواړه جنسونه د خپل ژوند لپاره له میوو او نباتاتو له شیرې نه استفاده کوي، ښځینه میاشي د هگۍ اچولو او د نسل د تولید لپاره پروتین ته اړتیا لري. یو میاشې کولای شي د خپل بدن درې چنده وینه وزبیخي.

ښځینه میاشي د وینې له زبیخلو وروسته څو ورځې استراحت کوي او په هگیو اچولو پیل کوي. هر میاشی په یو وار کولای شي ۳۰۰ هگۍ واچوي. معمولا ښځینه میاشي په خپل څه کم دوو میاشتو ژوند کې په هرو دریو ورځو کې یو وار هگۍ اچوي. نارینه میاشي ١٠ ورځې یا له هغې کم ژوند کوي.

اکثر ماشي په اوبو کې هگۍ اچوي، پدې خاطر په هغو ساحو کې چې د میاشي د چیچلو له وجې پرازیتي ناروغۍ رامنځ ته کیږي، سپارښتنه کیږي دغو ساحو ته نژدې ډنډونه دواپاشي شي.

میاشي خونسرده دي او د ٢٦ د سانتیگراد د ٢٦ درجو پورته گرمۍ ته ترجیح ورکوي. میاشي له ١٠ څخه په ټیټه درجه حرارت کې په ژمني خوب بیدیږي.

د چیچلو پر وخت میاشي د ویښتانو څخه نازک دوه تیوبونه له خولې راباسي او د انسان په پوټکي کې یې پیچکاري کوي. په یو تیوب باندې وینه باسي او په بل تیوب باندې د میاشي د خولې لعاب چې د درد ضد او د وینې د لخته کیدو ضد مواد په کې دي په چیچل شوي ځای باندې شیندي.

که څه هم چې د میاشي له نیښ نه ساتنه مشکله ده، خو د استوگن ځایونو شاوخوا ولاړو اوبو وچول او یا دواپاشي، د کورونو دروازو او کړکیو ته جالۍ ایښودل، له پشه خانې نه استفاده کول، د بدن په لوڅو برخو باندې د میاشي د دفع کولو مواد شیندل او روښان رنگه کالیو اغوستل تر ډیره انسان د ماشي له چیچلو څخه ساتي.