جیم مټیس: امریکا غواړي د مصر سره قوي اړیکې ولري

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس دا خبرې په داسې حال کړي چې ښاغلي متیس قاهرې ته تللی او ټاکل شوې چې ددې سفر وروسته درې نورو اسلامي هیوادونو اردن، کویټ او پاکستان ته هم سفر وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر دغو څلور اسلامي هیوداونو ته په داسې حال کې سفر کوي چې د اسلامي دولت د ډله یا داعش په عراق او سوریه کې د پرله پسې ماتو سره مخامخ شوې ده.

ښاغلی مټیس له مصري چارواکو سره د ترهګرۍ او هغه هیواد ته د امریکا د ځنډول شویو مرستو په اړه خبرې کوي.

پر پاکستان فشار

څلورو اسلامي هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې د امریکا د دفاع د وزیر ښاغلي متیس ډیر تمرکز به پر پاکستان وي څو پر هغه هیواد فشار واچول شي چې د تندلارو له هغو ډلو سره خپل روابط غوڅ کړي چې په افغانستان کې حملې کوي.

ښاغلي مټیس وویل چې د پاکستان له مشرانو یې اوریدلي چې د تروریزم ملاتړ نه کوي. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه ډول اقدام د هغه هیواد په پالیسیو کې وویني.

ښاغلي مټیس د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې امریکا به له تندلارو سره د پاکستان د مرستې په اړه د ضروري اقداماتو له کولو نه مخکې له هغه هیواد سره د کار کولو لپاره یوه بله هڅه وکړي.

امریکا د یوې لسیزې راهیسې پر پاکستان تور لګولی چې د افغان طالبانو په شمول ترهګرو ته یې ځای ورکړی، خو پاکستان د تندلارو له ساتلو انکار کوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د پاکستان په چلند کې د هغه وخت راهیسې کوم بدلون نه دی راغلی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د دفاع وزیر وویل "د پاکستان ډیر بیګناه کسان وژل شوي دي او ډیر سرتیري یې وژل او ټپیان شوي دي. پایله یې داده چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره باید اقدام وکړي. هغوی په دې پوهیږي."

د رسنیو رپورټونو له مخې، د ټرمپ اداره په دې غور کوي چې په پاکستان کې د ډرون حملې زیاتې کړي، د ناټو د یو لوی متحد په توګه د هغه هیواد درجه ټیته کړي، هغه هیواد د تروریزم د پالونکي دولت په توګه اعلان کړي او یا د هغه هیواد پر هغو وګړو بندیز ولګوي چې له طالبنو سره اړیکې لري.

خو د جنوبي آسیا د چارو شننونکي مایکل کګلمن په راتلونکو څو اونیو کې د دغو مجازاتو لږ امکان ګوري "فکر کوم چې دغه اداره غواړي پاکستان ته یو څه نور وخت ورکړي څو معلومه کړي چې آیا هغه هیواد د ترهه ګرو پرخلاف د اقداماتو کولو په اړه د امریکا بیلابیلو غوښتنو ته ځواب وايي."

څیړونکي خبرداری ورکوي داسې معلومیږي چې د واشنګټن د صبر کاسه د نسکوریدو په حال کې ده. د بروکنګز څیړنیز انسټیټیوټ مایک اوهنلن وايي چې د ډیرو کلونو راهیسې د امریکایان هیله داده چې پاکستان به د افغانستان په اړه په خپل ذهنیت کې بدلون راولي، خو نور دغه هیلې کمې شوې دي.