د لاس رسي وړ اتصالات

جیم مټیس افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو امر لاسلیک کړ


د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې نظامي ماموریت هم کړی.
د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې نظامي ماموریت هم کړی.

د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس وایي افغانستان ته د اضافي امریکایي عسکرو امر یې لاسلیک کړی او نور جزیات به راتلونکې اوونۍ کانګریس ته د خبر ورکولو نه وروسته د عامو خلکو سره شریک کړي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یوولس زره عسکر لري او ښایي چې د څلورو زرو په شاوخوا کې به نور هم واستوي او د ټولو امریکایي عسکرو شمیر به پنځلسو زرو ته ورسیږي.

د دفاع وزیر جیم مټیس چې د پنجشنبې په ورځ (اګست -۳۱) یې په پنټاګان کې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې اضافي امریکایي عسکر به تر ډیره حده افغان امنیتي ځواکونو ته د سلا مشورې ورکولو نقش ولري او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جګړې کې به د هغوي وړتیا زیاته کړي.

ښاغلي مټیس وویل چې افغانستان ته یې د ځینو عسکرو د لیږلو امر بشپړ کړی او پدې کار روان دی چې نور کوم عسکر افغانستان ته واستول شي. پخوا داسې ویل کیده چې امریکا په افغانستان کې ۸ زره ۴ سوه عسکر لري خو پنټاګان اوس ومنله چې د ټولو امریکایي عسکرو شمیر د ۱۱ زرو په شاوخوا کې دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې تګلارې د اعلان پر وخت ویلي و چې " امریکایي عسکر به په افغانستان کې پاتې شي خو د هغوي تګلاره به بدله شي."
ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي و چې په افغانستان کې د امریکا عسکرو د پاتې کیدو د پاره وخت نه ټاکي بلکه د جګړې په میدان کې شرایطو ته په کتو به هلته پاتې وي.

XS
SM
MD
LG