اسرائیل او حماس د اوربند موافقه یوه ورځ نوره هم وغځوله

غزه

اسرائیل او حماس د پنجشنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ ۹) موافقه وکړه چې اوربند د اوومې ورځې لپاره وغځوي.

د اسرائیل پوځ د دوه ورځني اوربند له پای ته رسیدو څخه څو دقیقې مخکې په یوه اعلامیه کې وویل: "د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د بهیر د دوام لپاره د منځګړو د هڅو او د پخوانۍ موافقې له شرطونو سره سم به د عملیاتو ځنډول دوام ولري."

اسرائیل وویل چې په وروستیو شیبو کې یې د هغو یرغمل شویو کسانو لست ترلاسه کړی چې نن د پنجشنبې په ورځ به ازاد شي، او د بریدونو د بیا پیلولو پلانونه یې ځنډولي دي.

حماس هم ویلي دي چې اوربند به د اوومې ورځې لپاره دوام وکړي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند چې لومړی د څلورو ورځو لپاره نافذ شوی و، بیا د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو او ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۳۰ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږ ورځني اوربند په ترڅ کې ۹۷ اسرائیلي او غیر اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې شوي او په بدل کې یې اسرائیل لسګونه هغه فلسطینیان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، خوشې کړي دي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اکتوبر په اوومه د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د خپل دریم سفر په ترڅ کې وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ موقتي اوربند نتیجه ورکړې او امریکا هیله لري چې دا اوربند به دوام وکړي.

بلینکن وویل: "موږ په تیره اونۍ کې ډیر مثبت پرمختګ لیدلی چې یو شمیر یرغمل بیرته کور ته ستانه شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي، او دا باید نن ورځ دوام ومومي."

بلینکن همداشان "د غزې د بې ګناه ملکي وګړو لپاره چې سخت اړ دي" د بشري مرستو د زیاتوالي هرکلی هم وکړ، او زیاته یې کړه: "څرنګه چې دا بهیر پایلې ورکوي. دا مهم دی او موږ هیله لرو چې دوام ومومي."

په همدې حال کې مصري مقاماتو ویلي چې مصري او قطري منځګړي د دوو نورو ورځو لپاره د اوربند د غځولو په اړه خبرې کوي.

په ورته وخت کې له موافقې لږ وروسته دوو فلسطینیانو په بیت المقدس کې د بسونو په تم ځای کې ډزې وکړې او لږ تر لږه درې تنه یې ووژل. د اسرائیل پولیسو ویلي چې دواړه برید کوونکي یې وژلي دي.

د اسرائیل د ملي امنيت وزير ايتامار بن ګوير د بريد په ځاى کې وويل: "دا پېښه يو ځل بيا ثابتوي چې موږ بايد کمزورتیا ونه ښایو، او موږ بايد له حماس سره يوازې د ټوپک او جګړې له لارې خبرې وکړو."

حماس ویلي دي چې برید کوونکي د دې ډلې غړي وو او د "اشغالګرو لخوا د ترسره شوي بې ساري جرمونو په وړاندې یې د طبیعي غبرګون په توګه" عمل کړی دی، خو په ښکاره توګه یې ادعا نه ده کړې چې ددې برید امر دې ډلې کړی دی.

تر اوسه داسې نښې نشته چې دا برید به په غزه کې اوربند ګډوډ کړي او یا به د یرغمل شویو او بندیانو د خوشې کولو پلان شوې لړۍ ودروي.