پاکستان کې د بیزو د تڼاکې وايرس دوېیمه پېښه ثبت شوې ده

پاکستان کې د بیزو د تڼاکې د دې تازه پیښې دمخه یوه بله پیښه هم د خیبرپښتونخوا ایالت کې ثبت شوې وه. اوس مهال په دغه هیواد کې د اېم پاکس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د روغتيا ملي ادارې د اګست پر ۲۳ (وږی ۲) په يو بيان کې ويلي چې د هغه هېواد د خيبر پښتونخوا ايالت په يو بل کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ په وایرس اخته شوی دی.

دغې ادارې زياته کړې چې په اېم پاکس ناروغۍ اخته شوی کس د خیبرپشتونخوا د ایالت د نوښار دی او په وروستیو کې له دوبۍ څخه پېښور ته ستون شوی وو.

له دې پېښې سره په پاکستان کې د اېم پاکس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې هم د پېښور په هوايي ډګر کې د اېم پاکس یوه پېښه ثبت شوې وه او هغه کس هم د خلیج د یو هېواد څخه پېښور ته تللی وو.

د روغتيا لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار ډاکټر مختار احمد ویلي دي چې د هوايي ډګرونو او داخلي سرحدونو د څارنې لپاره يې سخت تدابیر نیولي چې دا ډول د دې ناروغۍ نورې پېښې پر وخت وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په منکي پاکس وايرس د اخته ناروغانو پر وجود ټناکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټيک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي. سازمان زياتوي چې دغه وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اګست پر ۱۴مه (زمری ۲۴) په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیواله کچه د عامې روغتیا لپاره د اندېښنې وړ او بیړنۍ موضوع وبلله.

د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷ زره کسان په دې وایرس اخته شوي او تر یو زر او ۱۰۰ زیات کسان يې، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، وژلي دي.