کوګلمن: د سولې خبرې باید ګړندۍ شي که نه زیانمنې کیږي

په افغانستان کې د بندیانو تبادله پېله شوې ده او داسی هیله کیږي چې ورپسې د سولې خبرې پېلې شي.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال مایکل کوګلمن ​که افغانستان د کروناویروس له امله زیات زیانمن شي، حکومت به مجبور شي چې د سولې د خبرو په ځای کرونا سره مبارزې ته زیات پام وکړي.

مایکل کوګلمن وایي که د سولې مذاکراتو ته پاملرنه کمه شي، ښایي طالبان هم د خبرو سره لیوالتیا کمه کړي.

د کوګلمن په باور د بندیانو پرېښودل ښه خبره ده او پدې اقدام کیدلی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم لاره هواره شي.

د ښاغلي کوګلمن پوره مرکه دلته لیدلې او اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

M-Cugelmn