صلاح الدین رباني وایي چې د بلخ د ولایت د والي د مسلې د حل لپاره د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د وړاندیز هرکلی کوي.
د افغانستان د بهرنو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي گوند مشر صلاح الدین رباني په خپل ټویټر کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د هغه وړاندیز هرکلې کړیدی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته یې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په مسله کې کړیدی.
ښاغلي رباني په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پنس د بلخ ولایت د مسلې د سوله ایز او د عمل وړ په حل د ټینگار هرکلې کوي. او دا چې د دغې مسلې د حل لپاره د هراړخیز سیاسي اصلاحاتو او د شفافو انتخاباتو ضرورت دی.
I welcome @VP Pence’s emphasis on a practical/negotiated and peaceful resolution to the issue concerning the leadership in Balkh Province + the need 4 political inclusion, effective reforms and timely/transparent elections. @USEmbassyKabul
— Salahuddin Rabbani (@SalahRabbani) January 16, 2018
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړه چې د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د ولسمشر اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې "په بلخ کې د واک په سوله ییز انتقال" ټینگار کړی دی او د افغانستان حکومت یې د عطامحمد نور سره د خبرو له لارې د کړکیچ حل کولو ته هڅولی دی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت تراوسه پورې د ښاغلي پنس د ټلیفون په هکله په رسمي توگه څه ندي ویلي.