پاکستان کې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي

په کرک کې د هندوانو یو معبد ته په ۲۰۲۰ کې اور اچول شوی و. (د ارشیف عکس)

په پاکستان کې امنیتي مقامات وايي، وسله والو د خیبر پښتونخوا په کرک کې د پنجشنبې په ورځ، فبروري شپږمه (سلواغې ۱۸) د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ، لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پولیسو چارواکو ویلي چې دا برید سهار وختي مهال شوی او برید کوونکي د پیښې له ځای څخه تښتېدلي دي.

د ځايي پوليسو چارواکي عباس خان وويل، تر بريد وروسته پوليسو هم ځوابي ډزې وکړې.

په سمدستي توګه چا ددې برید پړه په غاړه نه ده اخیستې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یو بیان کې دغه برید غندلی او د وژل شویو افسرانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. هغه د برید پړه پر پاکستاني طالبانو اچولې ده.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د اورپکو د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. د ډیرو دغو بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو اچول کیږي.

پاکستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ډله چې د "تحریک طالبان پاکستان" په نوم پيژندل کیږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې بریدونه کوي. خو افغان طالبانو ویلي چې د چا په خلاف د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس اژانس څخه اخیستل شوي.