د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د دوو سرتیرو او 'شپږو یاغیانو' د وژل کیدو خبر ورکړی


عکس: ارشیف - په پاکستان د ترهګرۍ ضد پوځي عملیات
عکس: ارشیف - په پاکستان د ترهګرۍ ضد پوځي عملیات

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) په یو بیان کې ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو پر یو پټنځای باندې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دوه امنیتي پرسونل او "شپږ یاغیان" وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې د خيبر پښتونخوا ايالت د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د "ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو" په عملياتو کې د پاکستان د پوځ يو جګړن وژل شوى دى.

د پاکستان پوځ وویل: "د عملیاتو په ترڅ کې پوځ له خوارجو سره نښته وکړه چې په نتیجه کې یې شپږ خوارج جهنم ته واستول شول."

د پاکستان پوځ تل د حکومت مخالف افراطیان په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د «خوارج» په نوم یادوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دې عملیاتو کې د وژل شویو پوځیانو د "زړورتیا" د ستاینې په ترڅ کې د ترهګرو عناصرو د له منځه وړلو او په بشپړه توګه د ماتولو لپاره په "نه ماتیدونکې" هوډ ټینګار کړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغو دوو پاکستاني پوځیانو ته د درناوي په ترڅ کې وویل: "موږ به اجازه ورنکړو چې د ملت د بچیانو قربانۍ ضایع شي او مونږ به د حکومت ضد عناصرو ناوړه مرامونه له منځه یوسو."

د روانې اوونۍ په پیل کې د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې په یو برید کې د دوو سرتېرو او پنځو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی او بغاوت زیات شوی، په ځانګړې توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په صوبو کې چې له افغانستان سره پوله لري.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد خپل بریدونه پلانوي او ترسره کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي او تل یې ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان د امنیتي او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د پوځ او ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی کال و. په دغه راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې په «ترهګریزو» بریدونو کې پدې هیواد کې څه دپاسه ۱۶۰۰ ملکي وکړي او امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG