مېلر ناټو ځواکونو ته: د سولې خبرو ښو او بدو پایلو ته چمتو اوسئ

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ناټو سرتېرو ته ویلي چې د سولې تر خبرو وروسته "مثبت بهیر او منفي پایلو" دواړو ته چمتو وه اوسي.

جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ د «مرغومې پر ۱۱مه» په کابل کې د ناټو سرتېرو په یوه مرکز کې د نوي کال لمانځلو په مناسبت سرتېرو ته وینا کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالې د پای ته رسولو لپاره یوې سیاسي هوکړې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.

امریکايي‌ سرتېري

​ښاغلي مېلر له وسله والو طالبانو سره د سولې د روانو پراخو هڅو په اړه وویل"ایا د قاطع ملاتړ ماموریت سرتېري چمتو دي چې ځان له حالاتو سره عیار کړي؟ ایا د خپل ځان د عیارولو توان لرو؟ ایا کولای شو چې په داسې یو حالت کې اوسو چې تر څو وکولای شو په یو مثبت چاپېریال او یا هم د منفي پایلو په وړاندې غبرګون وښودلی شو؟ غواړم ووایم ټول هغه څه چې تاسو یې په ۲۰۱۹ کال کې په اړه فکر کوی همدا اوسي."

ښاغلي‌ مېلر همدارنګه وویل چې"د سولې خبرې روانې دي، په سیمه کې لوبغاړي د سولې په برخه کې هلې ځلې کوي، طالبان هم د سولې په تړاو خبرې کوي او افغان حکومت هم د سولې په اړه غږېږي."

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو ته اشاره ونه کړه.

که څه هم تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ور کړ چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د یو شمېر امریکايي سرتېرو پر ایستلو غور کوي سپنې ماڼۍ روانه اونۍ وویل چې لسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په اړه امر نه دی کړی.

په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو ویاند دیوید بتلر رویټرز خبري‌ اژنس ته ویلي چې"موږ به تر هغو چې طالبان جګړه کوي، له هغوی سره وجنګېږو."

پر همدې مهال هغه ویلي چې ۲۰۱۹ کال به د افغانستان لپاره یو استثنايي فرصت وي تر څو، څو کلنه جګړه ختمه شي.