ملګري ملتونه: څه باندې ۲۴ میلیون افغانان په ناهیلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او هوا سړېدو سره د دغه هیواد لږ تر لږه ۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلې کوونکي وضعیت کې ژوند کوي.

دغه ادارې د سې شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لېندۍ لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال د دغه هیواد په ځینو برخو کې واوره شوې او زیات شمېر کورنۍ د خپلو اړتیاو لپاره کافي امکانات نلري.

اوچا زیاته کړې: "۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلي کوونکو شرایطو کې ژوند کوي.د توکو د بیو لوړېدو سره، هغوی د اوج نقطې ته رسېدلي دي بېړنیو مرستو لکه، ګرم کالي، سرپناه او نغدو پیسو ته اړتیا لري."

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) ویلي چې د ژمي د فصل له رانژدې کېدو سره یې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې زیاته کړې چې د راتلوونکي ژمي په جریان کې په ټول هیواد کې له شاوخوا ۴۰۰زره کسانو سره نغدي مرستې کوي.

دغه ادارې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ټېمونه د اړمنو کسانو پيدا کولو لپاره کور پر کور ګرځي. دغه بنسټ ویلي چې اوس مهال په میدان وردګ ولایت کې دغه بهیر پيل شوی دی.

په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي و چې ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

یونیسف تیره دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم ۲۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال، په دغه هیواد کې په میلیونونو کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای او په راتلونکي ژمي کې به یې وضعیت نور هم خراب شی.