سور صلیب: افغانستان کې د ماین چاودنو له امله مرګ ژوبله زیاته شوې؛ اکثر قربانیان یې ماشومان دي

عکس: ارشیف

د سره صلیب نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله د مرګ ژوبلې کچې زیاته شوې ده.

د سره صلیب سازمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ ( تلې ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د روان کال د جنورۍ او جون میاشتې تر منځ په افغانستان کې د چاودېدنکو توکو ۳۹۲ پېښې ثبت شوي دي چې له امله یې ۹۰۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

د سره صلیب نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د ماین چاودنو ۸۵سلنه قربانیان ملکیان دي او ۴۰ فسصده یې ماشومان دي.

دې سازمان ویلي دي چې مایونونه او چاودېدونکي توکي د افغانانو لپاره لاهم جدي ګواښ دی.

د سره صلیب نړیوال سازمان د خلکو د ژوند ژغورلو په هدف په افغانستان کې د ټولو ماینونو پر پاکولو باندې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دروان میلادي کال په سپټمبر او جولای میاشتو کې په هلمند او زابل ولایتونو کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله د ۱۱ افغان ماشومانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) هم په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یاد بنسټ د اپرېل دوهمه (وري ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شوو نا چاوده توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د ناچاوده مهاتو د چاودنو له کبله ۳۹۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي.