کرکټ بورډ د یوه کال لپاره پر محمد شهزاد د هر ډول لوبو بندیز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د یوه کال لپاره په هېڅ ډول کورنیو او نړیوالو رسمي لوبو کې ګډون نشي کولی.

کرکټ بورډ نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۲۷مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه بورډ د ډسپلین او انظباط کمېټې د نوموړي په اړه یاده پرېکړه د کرکټ بورډ له اصولو څخه د هغه د پرله پسې سرغړونو له امله کړې ده.

د کرکټ بورډ په بیان کې راغلي:"محمد شهزاد چې له دې وړاندې یې څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې، په همدې بنسټ نن د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پرېکړه وکړه چې له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې هم ګډون نه شی کړی."

کرکټ بورډ ویلي، چې نوموړي د یادې ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت یو شمېر پاکستاني رسنیو په پېښور کې محمد شهزاد د غیر قانوني تمریناتو راپور ورکړ چې په افغانستان کې هم پراخ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان کرکت بورډ تر هغه وروسته امریکا غږ ته وویل، چې نوموړي په پاکستان کې د تمرین په اړه له دغه بورډ سره همغږي نه وه کړې.

افغان کرکټ بورډ وايي، په کور دننه یې د افغان لوبغاړو د تمرین لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.