محب: د سولې په نوم باید افغانان ونه وېشل شي

حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، سوله باید د ټولو جګړو پای وي او په نوم یې باید افغانان سره ونه وېشل شي.

ښاغلي محب نن دوشنبه د «مرغومې پر ۹مه»د سوله ییز بدلون بنسټ له غړو سره لیدنه کې همدارنګه زیاته کړې، چې د سولې ټینګېدو لپاره باید په کور دننه د ملي اجماع ترڅنګ، د سیمې او نړۍ په کچه هم اجماع رامنځته شي.

هغه ویلي: "سوله باید د ټولو جنګونو پای وي، نه داسي، چي د سولي په نوم افغانان سره ووېشل شي او تر لنډي مودې وروسته بیا د نورو ډلو له ادرسه د جنګ لړۍ دوام ومومي."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې تلپاتې سوله په هیواد کې د ملي اجماع ترڅنګ یو لوی ملي بحث ته اړتیا لري، ترڅو تولو اړخونو ته یې په اړه پوره پوهاوی ورکړل شي.

حمدالله محب د سوله ییز بدلون بنسټ د غړو سره د لیدنې پرمهال

ښاغلي محب تر دې مخکې هم د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د خبرو د جریان په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

حمدالله محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکرات تر درې میاشتنې وقفې وروسته د روانې ډسمبر میاشتې پر ۷مه نېټه یو ځل بیا په دوحه کې پیل شول.

دغه مذاکرات چې یوه اونۍ یې دوام دوام وکړ تر دا مهاله یې جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي.

خو له دغو خبرو څخه باخبرو سرچینو ویلي، چې دواړه لوري په یادو مذاکراتو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بحثونه کوي.

افغان چارواکو تل د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو پر مخ وړلو سر بېره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.