محسن داوړ: ملت په حقیقت خبرول ترهګري نه‌ده

د پښتون تحفظ تحریک یو اساس ایښودونکی غړی محسن داوړ چې اوس د پاکستان د پارلمان غړی هم دی وایي چې ملت د حقیقت نه خبرول ترهګري نه‌ده.

ښاغلي داوړ وویل چې د هغه او د ملګرو توقیف کېده د خواشینۍ خبره ده او د دې مسلې د حل لپاره به د نورو سیاسي ګوندونو سره خبرې کوي.

دغه خبرې د پښتون تحریک غړي د یوې خبري غونډې نه وروسته امریکاغږ ته کړي دي.

هغه وویل چې د هغه او د علي وزیر نومونه په غیرقانوني توګه د ملک نه د باندې د وتلو په بندیز لسټ کې اچول شوي و.

محسن داوړ وویل چې هغه په متحده عربي اماراتو کې د پښتنو په بلنه یې هلته سفر کاوه چې په هوایي ډګر کې ونیول شول.

محسن داوړ او علي‌ وزیر

هغه وویل:"په دې ملک کې دومره قدرتمند څوک دي چې په یوه ورځ کې زما نوم په دغه تور لسټ کې واچول شو؟"

محسن داوړ مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې"د حکومت نه پوښتنه دا ده چې دا ملک څوک چلوي، موږ ته خپل جرم نه‌دی معلوم چې ولې زموږ نومونه په دغه لسټ کې اچول شوي دي."

د یادونی وړ ده چې د پاکستان امنیتي ادارې «ایف. آی. اې» د دی نه مخکې د پښتون تحریک یوه بله فعاله غړي ګلالۍ اسماعیل هم د لندن نه د واپسۍ په مهال په اسلام اباد هوایي ډګر کې توقیف کړې وه.

دا مطلب هم ولولئ د بخښنې نړیوال سازمان د گلالۍ اسماعیل په موقتي توقیف اندیښنه ښودلې

د محسن داوړ او علي وزیر برسیره د ګلالۍ اسماعیل او د حیات پریغل نومونه هم په هغه لسټ کې اچول شوي دي چې د ملک نه د باندې سفر نشې کولی.

ګلالۍ اسماعیل: ISI وایي زه د پښتنو ذهنونه خرابوم

په پاکستان کې د حقونو فعالینو د پي ټي ایم د غړو توقیف کېده د انساني حقونو نه سرغړونه بللې ده او د حکومت نه یې غوښتي چې د دی ډول اقداماتو مخ نیوی وکړي.