کورنیو چارو وزارت پر لاریون کوونکو د پولیسو د ډزو په اړه د عبدالله ادعا رد کړه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان سرتېرو په کندز ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې نه دي کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم کاندید عبدالله عبدالله تېره ورځ وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره ورځ په کندز ښار کې ددې ټېم پر پلویانو ډزې کړي دي او د دغه ټېم یو څارونکی یې وژلی دی.

ښاغلي عبدالله وویل: "... له «ځانګړو ځواکونو» څخه د یو شمېر هېوادوالو په وړاندې، چې اعتراض یې کړی و استفاده شوې ده."

نوموړي په سیاسي مسائلو او ټاکنیز بهیر کې د افغان سرتېرو داخلول د اساسي قانون خلاف «ملي خیانت» وباله.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، چې یاد کس د افغان سرتېرو ډزو کې نه بلکې د کندز د ټاکنو کمېسیون پر دفتر د طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو کې وژل شوی دی.

دغه وزارت ویلي، چې په یاد برید کې د یو ملي اردو په ګډون څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د «لړم پر ۲٦مه» ویلي: "کورنیو چارو وزارت هغه خبرونه په کلکه ردوي، چې ګواکې امنیتي ځواکونو په کندز ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي."

دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې افغان ملي پولیس نه خپله ټاکنیز بهیر کې مداخله کوي او نه هم بل چاته د مداخلې اجازه ورکوي."افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ ټاکنو ټول پړاوونه په بشپړې بېطرفۍ ترسره کړي او د ټاکنو د څار بنسټونو د تایید وړ ګرځېدلي دي."

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کندز کې د افغان پولیسو لخوا پر لاریوونکو په ډزو باندې د اندېښنې په څرګندلو سره د یاد کار پایلې خطرناکې بللې دي.

نوموړي ویلي: "د سیاسي او یا هم شخصي اهدافو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو څخه استفاده، په هېڅ صورت د هېواد په ګټه نه ده او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده."

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم دغو ادعاو ته په ځواب کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ټاکنو په بهیر کې خپله بې طرفي ثابته کړې ده.

هغه پر امنیتي ځواکونه یاد انتقادونه له سیاسي تعصبه ډک او غیر عادلانه بللي.

ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي:"زموږ نړیوالو ملګرو هر وخت د افغان ځواکونو بې طرفي منلې ده؛ په ټاکنو کې د دوی د لاسوهنې د ثابتولو لپاره هیڅ شکایت نه دی ثبت شوی، بې‌ځایه او بې ارزښته تورونه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي سیاسي تعصب ښیې غیر عادلانه دي."

دا په داسې حال کې ده، چې تر ټاکنو مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتي و، چې د ټاکنو په بهیر کې بې طرفه اوسي.