روغتیا وزارت نږدې درې زره د ایډز په ناروغۍ اخته افغانان ثبت کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر اوه زره ۲۰۰ اټکل کړی دی، خو دغه وزارات دوه زره او ۸۸۳ تنه ناروغان ثبت کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال فدامحمد پیکان د یکشنبې په ورځ د ډیسمبر په لومړۍ (لیندۍ ۱۰مه) د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډه کې وویل، چې په روان لمریز کال کې د ایډز ۱۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې د تیر لمریز کال په پرتله کموالی ښيي.

د ښاغلي پیکان پر وینا، تېرکال په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ ۱۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

هغه زیاته کړه: "که څه هم د شمیرو له لحاظه موږ ویلی شو، چې کموالی یې موندلی خو د شمیرو په اساس موږ نشو ویلی چې کموالی یې موندلی یا زیاتوالی، ځکه چې دا یوې جامع سروې ته اړتیا لري".

ښاغلي پیکان وویل، چې د ایډز په ناروغۍ اکثره اخته کسان د مخدره موادو معتادین دي او د ښځو په پرتله دا ناروغي په نارینه‌و کې زیاته ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د افغانستان پرانیستې پولې، له مخدره موادو څخه استفاده، د ایډز په اړه د عامه پوهاوي ټیټه کچه، ناامنۍ، جګړه او تاوتریخوالی په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو عمده لاملونه یاد کړل.

هغه له ایډز سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کورنیو او نړیوالو بنسټونو همکاریو ته اړتیا ده.

ښاغلي پیکان وویل، چې د عامې روغتیا وزارت په یو شمیر ولایتونو کې د ایډز د درملنې او وقایې لپاره مرکزونه پرانیستي دي او خلک کولی شي چې د پوهاوي او وړیا درملنې لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي.